د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران: طالبان دې ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ مخه ونیسي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده. انځور له ارشيفه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده. انځور له ارشيفه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې ایران ته دې د افغان کډوالو د ورتګ د پراخې څپې مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده پرون (اپريل ۱۱مه) په تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ایران ظرفیتونو ته په پام، دې هېواد ته د افغان کډوالو دغه بهیر دوام نه‌ شي کولای.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې خطیب‌ زاده وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت باید په دې برخه کې خپل مسولیت پر ځای کړي او زیاته‌ یې کړه چې د بېځایه شویو افغانانو د دغې څپې بار باید یوازې پر یوه ګاونډي وا نه‌ چول شي.

د خطیب‌ زاده په وینا که ایران هر څومره هڅې وکړي، بیا یې هم ظرفیتونه محدود دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د ایران د دغې غوښتنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

تهران دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په ايران کې د ګڼو افغانانو د ځورونې راپورونه ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG