د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ته ناقانونه تللي افغان کډوال له کومو حالاتو تېرېږي؟


ایران ته ناقانونه تللي افغان کډوال له کومو حالاتو تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو میاشتو کې ایران ته د افغان کډوالو تګ زیات شوی دی. ناقانونه کډوال په سختو او خرابو لارو څو، څو ورځې سفر کوي او ایران ته داخلېږي. انساني قاچاقبران وايي، هره ورځ له پینځو څخه تر شپږ زرو پورې کسان له هېواده د وتلو لپاره ورځي. خو د طالبانو حکومت دا ارقام پروپیګنډه بولي او وايي، پر یوه ورځ د افغانستان له پولو دومره کسان ایران ته نه اوړي. د تېر کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه زره افغانان له هېواده بهر تللي دي او اوسمهال هم هره ورځ له زرنج ښاره ګڼ خلک د ایران پولې لوري ته ورځي. په دې اړه د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG