د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې اوسېدونکي په ډوګره روغتون کې اسانتیاوې غواړي


 له صحي کارکوونکو سره د يووالي په توګه د خيبر دروازه په سپينه کپړه پوښل شوې. د ۲۰۲۰ز د اپرېل ۱۲مه
له صحي کارکوونکو سره د يووالي په توګه د خيبر دروازه په سپينه کپړه پوښل شوې. د ۲۰۲۰ز د اپرېل ۱۲مه

د خيبر په باړه کې د شاوخوا یوې لسیزې تر ناامنیو وروسته د ځايي خلکو لپاره د صحت مرکزونه بېرته فعال شوي دي.

له دې مرکزونو تر ټولو لوی هغه يې ډوګره هسپتال نومېږي خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په هغه روغتون کې اسانتیاوې نه شته.

د باړې اوسېدونکي د صحت مرکزونو، په تېره د ډوګره هسپتال بېرته فعالېدا ته خوشاله دي، خو شکايت کوي چې هلته د علاج معالجې اړين انتظامات پوره نه دي.

د دوی په خبره، له همدې امله دوی اکثره وخت مجبورېږي چې خپل ناروغان د لا ښه درملنې لپاره پېښور ته يوسي.

د باړې د ملک دينخېلو هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، ډوګره روغتون "تش په نوم روغتون" دی. "موږ د زړه او ګردو ناروغان پېښور ته وړو، ځکه چې دلته يې علاج نه کېږي. له هغه راهيسې چې پاکستان جوړ شوی، موږ همدا يو [لوی] ټایپ ډي روغتون لرو. په کار ده چې [اوس یې] درجه لوړه شي او مشينري او اسانتياوې پکې برابر شي."

د باړې اوسېدونکي د ډوګره هسپتال د اېکسرې مشين او لېبارټرۍ له کارکردګۍ هم مطمين نه دي. دوی غوښتنه کوي چې د واکسینو پروګرام، زېږنتون، د بیړنیو طبي خدماتو او د ورځنیو ناروغانو (او پي ډي) څانګو چارې بايد سمې شي.

د خیبر ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر عالمګیر خان د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د ډوګره روغتون د حالت ښه کولو په موخه يې اقدامات کړي دي. "دا مهال ډوګره روغتون ته هر ورځ د پام وړ شمېر ناروغان راځي او يو هم له معاينې نه پاتې کېږي. د روغتون ډاکټران د مياشتې شاوخوا ۱۳،۰۰۰ ناروغان ګوري. هڅې مو روانې دي چې د هسپتال درجه ټايپ سي ته لوړه شي. د هسپتال د ودانۍ د مرمت چارې مو سر ته ورسولې. ځينې نوي مشينونه مو راوړي او کوښښ روان دی چې عمله يې هم پوره شي."

په تېره يوه لسیزه کې په باړه کې په ناامنیو او د وسله والو پرضد په عملیاتو کې د نورو سرکاري دفترونو ترڅنګ د صحت مرکزونه هم وران شوي ول.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۶ز کال کې په خيبر کې د وسله والو پرضد عمليات پای ته ورسول.

پوځي او حکومتي چارواکي وايي چې په خيبر کې امن پرځای شوی او د سيمې د پرمختيا پر بېلا بېلو پروژو کارونه روان دي.

XS
SM
MD
LG