د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې بیا ناامنیو او هدفي بریدونو ولس اندېښمن کړی


خیبر دره
خیبر دره

د خیبر ضلعې مدني فعالان او سیاسي تنظیمونو مشران وايي چې په دې تېرو درېوو میاشتو کې په جمرود کې د بدامنۍ زیاتېدونکیو پېښو ولس اندیښمن کړی دی.

دوی وايي، د نامالومه کسانو له خوا خلک په نښه کېږي او هدفي وژنې زیاتې شوي.

د ځوان کوکيخېل اتحاد صدر اشفاق اپرېدی وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې په مختلفو طریقو سره د کوکيخېل پر خاوره د امن خرابولو کوښښ روان دی. خلکو ته ټېلېفونونه کېږي او بته یا بونګه ترې غوښتل کېږي. هدفي وژنې روانې دي، مړي موندل کېږي. پر سیاسي او قومي مشرانو قاتلانه بریدونه وشول.

اشفاق اپرېدی زیاتوي: "موږ امن خوښی قوم یو، په خپله خاوره د تېر په څېر بدامني نه غواړو، زموږ د جمرود دوه ایډیشنل ایس ایچ اوګان ووژل شول، ځينې مخه ور قومي مشران او کاروباري کسان هم په نښه کړل شول، تر اوسه یې قاتلان ګرفتار نه شول."

د پخواینو خاصه دارو او اوسني پولیسو یو ایس ایچ او نیاز محمدهمداسې اندېښې یو ځايي سیاسي فعال سید کبیر اپرېدی هم لري او په جمرود کې د امن او امان له حالاتو خوښ نه دی.

نوموړی زیاتوي، خلکو ته په ټېلېفونونو دړکې ورکول کیږي او بتې یا بونګې ترې اخیستل کېږي، حکومتداري ختمه شوې، ریاستي ادارې ناغېړی یا غفلت کوي، ولس ډېر انديښمن دی.

د پخواینو خاصه دارو او اوسني پولیسو یو ایس ایچ او نیاز محمد د خپلې کورنۍ اووم تن دی چې وژل کېږي

سید کبیر پر سرکار ږغ وکړ چې حکومتداري دې ټینګه او ولس دې وژغوري.

د تیرا زنګي کلي ۳۰ کلن شفیق اپرېدي رسنیو ته ویلي چې، د مارچ پر ۲۸مه یې پر کور نامالومه کسانو ډزې وکړې چې د ده یو ورور بلال اپرېدی او یوه خور یې ووژل.

نوموړي ویلي چې دوی ته وړاندې هم د بتې یا بونګې لپاره دړکې شوې.

شفیق اپرېدي پر سرکار غږ کړی چې د کورنۍ یې له هېچا سره دښمني نه شته، پکار چې د دوی امنیت او ژغورنه وکړي او قاتلان دې ونیسي.

د پخواینو خاصه دارو او اوسني پولیسو یو ایس ایچ او نیاز محمد په دې وروستو کې له وسله والو سره په نښته کې ووژل شو.

نوموړی د خپلې کورنۍ اووم کس دی چې له وسله والو سره په نښتو کې وژل کېږي. د دې کورنیو غړیو شکایت کړی چې نه یې د قربانیو او سرښندونو تپوس وشو او نه یې د یتیمانو څوک پوښتنه کوي.

د پېښور سي سي پي او عباس احسن په جمرود پولیس لاین کې په دې وروستو کې ویلي چې د خیبر پولیس به په هر حال کې د امن او امان لپاره هلې ځلې کوي.''دا به ثابتوو چې دلته به د پولیسو واکمني وي او جرایم به ختموو،څو ورځې وړاندې شپې ناوخته لنډي کوتل ته تلې ووم عام ولس په ګاډو کې په سرک روان وو هېڅ ستونزه نه وه نو دې څخه دا ثابتېږي چې پولیس چمتو دي او خپل رټ یې قایم کړی دی.''

د خیبر ډي پي او وسیم ریاض ویلي چې دوي په دې وروستیو کې د جرایم پېشه کسانو، د نشه يي توکیو سمګلرانو او موټر غلا کوونکو کسانو پرضد کاروایانې کړي دی.

دی زیاتوي، د فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو پس خاصه دارو ته د پولیسو حیثیت ورکړل شوی او روزنه یې روانه ده چې وړتیا یې نوره ښه شي. او د امن په راوستو کې به یې ونډه او برخه لاپسې ښه شي.

خیبر ضلع کې پینځه تحصیلونه دي یاني جمرود، لنډي کوتل، ملاګوري، باړه او تیرا او آبادي یې د یوې اندازې مطابق نېږدې لسو لکو ته رسیدلې ده.

خیبر د تورخم دروازې په وجه ډېر لوی تجارتي ارزښت هم لري.

د یوې اندازې له مخې د باړې بازار لس زره دکانونه ویجاړ شوي دي

د خیبر درې په لار د پاکستان او افغانستان ترمنځ په لویه کچه تجارت کېږي. دلته ګڼشمېر خلک افغان ټرانزټ ټریډ او ایکسپورټ سره تړلي دي او پاکستاني مالونه افغانستان ته وړي او ځينې سوداګر یې له افغانستانه قانوني او غیر قانوني توګه خارجي مالونه لکه صابن، شیمپو، شنې چای، الیکټرانیک سامانونه، وچه مېوه او قالینې درآمدوي.

په خیبر ضلع کې د یوې اندازې مطابق نودې شل سټیل ملونه هم فعاله دي او خلک یې د سریې له تجارت سره هم وابسته دي.

ځينې خلک یی د چرسو او ايس نشه يي موادو په ذریعه هم روپۍ ګټي او چرس د تیرا یو مهم پیداورا ګڼل کېږي. هلته په لویه کچه بنګ کرل کېږي او بیا ترې ګرده یا چرس باسي او په دې هم ډېره پیسه پیدا کوي.

په تېره بدامنۍ کې لنډي کوتل او جمرود کم متاثره شوي خو بیا په باړه تحصیل کې د وسله والو ډلو پرضد په ۲۰۰۸ز کال عملیات پيل شوي وو او ۲۰۱۶ کې پکې دا عملیات سر ته ورسیدل او دغه سیمه له وسله والو پاکه کړل شوه. په تېرو وختونو کې هم وسله والو ډلو په خیبر کې خلکو نه بتې یا بونګې اخیستې او روپو لپاره به یې تښتول.

په باړه کې د خلکو کورونه ویجاړ شوي او پخوانۍ مشهور بازار یې هم د جګړو په مهال وران شوی وو او د یوې اندازې مطابق لس زره دوکانونه پکې ویجاړ شوي وو خو اوس پکې څه باندې څلور زره دوکانونه بیا آباد شوي دي.

کډوال ورته ستانه شوي او حکومت ادعا کوي چې امن یې پکې بحال کړی دی او د بیا بحالې لپاره پکې پرمخیتایی کارونه روان دي.

XS
SM
MD
LG