د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بايدڼ: د روسي ځواکونو پر ضد د اوکراين مقاومت د ازادۍ لپاره جنګ دی


د امریکې ولسمشر جو بايډن د پولېنډ په مرکز وارسا کې د تقریر په وخت (د مارچ ۲۶مه)
د امریکې ولسمشر جو بايډن د پولېنډ په مرکز وارسا کې د تقریر په وخت (د مارچ ۲۶مه)

د امریکا ولسمشر جو بایډن پولېنډ ته د سفر په وخت ويلي پر اوکراین د روس یرغل په نړۍ کې د جمهوريت په وړاندې ننګونه او د اوکرانيانو مقاومت د ازادۍ لپاره ستره مبارزه ده.

د مارچ په ۲۶مه، بایډن د وارسا په سلطنتي ماڼۍ کې د وینا په مهال چې شا او خوا ۱۰۰۰ کسان ورته ناست وو، وويل چې کریملین په روس کې دننه د جمهوریت ځپلو هڅه کوی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له خطر سره مخامخوي. هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د اوکراین د خلکو په څنګ کې وي.

بایډن له واکه د ویلادیمیر پوتین د لیرې کېدو غوښته وکړه او وې ویل چې پوتین په واک کې نه‌شي پاتې کېدای. نوموړي همداراز اروپا ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې پر اوکراین د روس یرغل د ناټو او لوېدیځ د لا پراختیا باعث شو. ((په ختیځه اروپا کې د ناټو د سرتېرو شمېر هسې چې روس غوښتل کم نه، بلکې زیات شو.))

روس د فرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړی دی. په تېره يوه اونۍ کې روسي ځواکونو پر اوکراين خپلې حملې لا پسې پراخه کړې دي.

د روس د دفاع وزارت د مارچ په ۲۷مه وويل چې په لیویف ښار یې د کره نښه ويشتونکو کروز میزایلو حمله کړې ده. د بیان ترمخه، په دې برید کې یې د تیلو یو ډیپو او د پوځي ګاډو د مرمت کولو یو مرکز ویشتلی دي. د مارچ په ۲۶مه، هم د روس الوتکو پر دې ښار بمباري کړې وه او دغلته د تیلو ذخیره کولو په مرکز کې لګیدلی اور يوه ورځ وروسته لا نور پسې په زیاتېدو دی.

خو د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یو سلاکار وادیم دینایسینکو بیا ویلي چې روس یې د تیلو او خوراک ذخیره کولو مرکزونه تباه کول پیل کړي دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې د روسي ځواکونو له ورستیو خوځښتونو داسې ښکاري چې د اوکراین پر ضد د روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین جګړه پلانوونکي د تازه ځواکونو په وسیله د نویو بریدونو لپاره تیاري کوي.

د مارچ په ۲۶مه، روسي ځواکونو د هغې سیمې واک تر لاسه کړ چیرته چې د غیر فعاله چرنوبيل ايټمي پلانټ کارکونکي اوسیږي. دوی د لږ وخت لپاره د دغې سیمې ښاروال هم نيولی وو چې له امله یې خلکو مظاهرې وکړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG