د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین جنګ: په تېره یوه میاشت کې تر ۱۳۶ زیات ماشومان وژل شوي


په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د هغو ماشومانو انځورونه ځړول شوي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال وژل شوي: د انځور نېټه د مارچ ۱۳مه، کال ۲۰۲۲
په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د هغو ماشومانو انځورونه ځړول شوي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال وژل شوي: د انځور نېټه د مارچ ۱۳مه، کال ۲۰۲۲

د اوکراین چارواکي وايي، په تېرو ۳۱ ورځو کې پر دغه هېواد د روسیې د یرغل پر مهال تر ۱۳۶ ډېر ماشومان وژل شوي دي.

د اوکراین د څارنوالۍ دفترد مارچ پر ۲۶مه، د ټیلېګرام په یوه پیغام کې وویل، له دې جملې ۶۴ ماشومان په کییف او ۵۰ نور ماشومان په دونیڅک کې وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، شا وخوا ۱۹۹ نور ماشومان په دې موده کې ټپیان شوي هم دي.

دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوې نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG