د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي ځيني امريکايي سفارتکاران له هېواده وباسي


د امريکې ولسمشر ويلاديمیر پوتين په خپل دفتر کې
د امريکې ولسمشر ويلاديمیر پوتين په خپل دفتر کې

د روس ولسمشر دفتر وايي له خپل هېواده يو شمېر امريکايي سفارتکاران د واشنګټن د هغه اقدام په غبرګون کې شړي چې د روانې مارچ مياشتې په لومړيو کې يې په امريکا کې مېشت په ملګرو ملتونو کې ۱۲ روسي سفارتکاران شړلي ول.

د روس بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې د مارچ پر ۲۴مه يې په مسکو کې د امريکايي سفارتي ماموريت مشر وزارت ته وربللی وو او هغه ته يې د هغو امريکايي سفارتکارانو نوملړ ورکړ چې مسکو "ناخوښه کسان" اعلان کړي دي. ياد وزارت د دې امريکايي سفارتکارانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

تر دې وړاندې د فرورۍ پر ۲۸مه واشنګټن په ملګرو ملتونو کې د روس سفارتي عملې ۱۲ غړیو ته امر کړی وو چې د مارچ تر اوومې دې له امریکا څخه ووځي. پر دغه سفارتکارانو تور پورې شوی وو چې دوی "استخباراتي کارکوونکي" دي او په جاسوسي فعاليتونو کې ښکېل دي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کې د امریکایي ماموريت يوې ویاندې ویلي، هغو روسي سفارتکارو، چې د وتلو امر ورته شوی وو، "په امریکا کې يې د استوګنې له امتياز څخه ناسمه ګټه پورته کړې وه." د هغې په وينا، دغه سفارتکاران "په جاسوسي فعاليتونو کې ښکېل ول چې دغه چارې د امريکا د ملي امنیت په زيان دي."

بلخوا په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ له خنډ و ځنډ سره مخامخ دی، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۲۳مه وویل چې مسکو له دې وروسته له غیر دوستو هېوادونو د ګېس د پلورلو په بدل کې یوازې روبل غواړي.

پوتین په یوه خبري غونډه کې وویل، دا نوې پرېکړه به له همدې روانې اونۍ څخه عملي شي. هغه زیاته کړه چې هغو هېوادونو ته چې روسیه د قرارداد پر اساس ورباندې ګېس پلوري، له موجودو قراردادونو سره سم، د ګېس انتقال دوام وکړي.

روېټرز خبري اژانس د اروپايي اتحادیې د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویلي چې له روس څخه په روبلو د ګېس د اخیستلو موضوع د بحث وړ ده. د جرمني د اقتصاد وزیر رابرت هابک ويلي چې د پوتین دا غوښتنه د قرارداد خلاف ده. د اوسنیو قراردادونو له مخې، اروپايي هېوادونه له روس څخه ګېس په ډالرو اخلي. روس په نړۍ کې د ګېس تر ټولو سترې زېرمې لري او اکثره اروپايي هېوادونه په ځانګړي ډول په ژمي کې د روس ګېس ته اړتیا لري.

وروسته له دې چې د فرورۍ په ۲۴مه روس پر اوکراین له ځمکې، هوا او اوبو پراخ یرغل پیل کړ، ګڼو اروپايي هېوادونو د روس خلاف په بندیزونو کې فعاله برخه واخیسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG