د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته ولسمشر بايډن په لومړي ځل له اوکرايني چارواکو سره ليدلي


د امریکا ولسمشر د اوکراين له بهرنيو چارو وزير ديميترو کولېبا او دفاع وزير وزير اولېکسي رېزنيکوف سره پولینډ کې لیدلي.
د امریکا ولسمشر د اوکراين له بهرنيو چارو وزير ديميترو کولېبا او دفاع وزير وزير اولېکسي رېزنيکوف سره پولینډ کې لیدلي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن نن (مارچ ۲۶مه) د پولېنډ په سرښار وارسا کې د اوکراين د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو سره وليدل.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته دا لومړی ځل دی چې بايډن له اوکرايني چارواکو سره مخامخ ليده کاته کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ټېډ پرايس ويلي چې ولسمشر بايډن د اوکراين له بهرنيو چارو وزير ديميترو کولېبا او دفاع وزير وزير اولېکسي رېزنيکوف سره د ليدنې پر مهال د امريکا لخوا د اوکراين د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا کلکه ژمنتيا څرګنده کړه.


پرايس زياته کړې چې بايډن له خپل پولېنډي سيال اندرې دودا سره هم وليدل او هغه ته یې باور ورکړ چې د ناټو امنيتي سازمان پينځمه ماده سپېڅلی حيثيت لري چې له مخې به يې پر يو غړي هېواد بريد پر ټول سازمان بريد ګڼل کېږي او د دفاع لپاره به يې ټوله لا په کار کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن نن (د مارچ پر ۲۶مه) په وارسا کې د اروپايي هیوادونو دوره سر ته رسوي. د امریکايي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان ويلي چې بایډن به په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه به یوه مهمه وینا هم کوي.

سولیوان د مارچ پر ۲۵مه خبریالانو ته وویل چې ولسمشر بایډن به د دې وخت د خطرونو، مخې ته پرتو بیړنیو چیلنجونو، د نړۍ لپاره په اوکراین کې د روانې جګړې په معنا او پر دې خبرې کوي چې د روسيې د يرغل پر وړاندې ولې ضروري ده چې ازاده نړۍ متحده او قاطع و اوسي. سولیوان زیاته کړه چې واشنګټن ته تر روانېدو مخکې به ولسمشر بایډن د روانې شخړې پر تاریخ او پر دې خبرې کوي چې په روان وخت کې شخړه کومې خوا ته روانه ده؟

پولېنډ د ناټو د غړیتوب په برخه کې د زرګونو امریکايي ځواکونو کوربتوب کوي او د فېبرورۍ په ۲۴مه د روسيې لخوا پر اوکراین د یرغل راهیسې یې تر دوه ملیونه زیات اوکرایني کډوال قبول کړي دي.

مسکو ځینې داسې نښې نښانې ښودلي چې کریملین پر اوکراین د برید له لومړنیو اهدافو په شا شوی او د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو له خوا د سیمو پر نیولو یې تمرکز زیات کړی دی. د روس د دفاع وزارت د مارچ پر ۲۵مه اعلان وکړ چې د پوځي کارروايۍ لومړی پړاو یې مکمل شوی او اوس به یې پر دوه ختیځو سیمو توجه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG