د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي، په کييف کې به ایسار وي او جګړې ته به دوام ورکوي


زېلېنسکي په دغه ویډیو کې ویلي، دوی به د خپل هېواد ساتنه کوي او خپل هېواد به ازادوي.
زېلېنسکي په دغه ویډیو کې ویلي، دوی به د خپل هېواد ساتنه کوي او خپل هېواد به ازادوي.

اوکرایني ولسمشر وولودمیر زېلېنسکي د مارچ پر پینځمه سهار وختي په یوه خپره شوې ویډیو کې دا تایید کړې چې دی او نور لوړ پوړي چارواکي به په کیېف کې ایسار وي او جګړې ته به دوام ورکوي.

زېلېنسکي په دغه ویډیو کې ویلي دوی به د خپل هېواد ساتنه کوي او خپل هېواد به ازادوي. دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني پوځ خبرداری ورکړی چې د روسي حمله کوونکيو عسکرو لخوا د مرکزي ښار کیېف د محاصرې لپاره په شاوخوا سیمو کې جګړه روانه ده. د اوکراین دویم لوی ښار خارکیېف چې د پلازمېنې ختیځ لوري ته پروت دی، وار له مخې روسي ځواکونو محاصره کړی دی.

بل پلو، غربي سفارتکار د دغه شخړې د ختمولو لپاره اقدامات کوي او د ولسي وګړو د تر لا نورو سختو حملو لاندې راتللو خبرداری یې ورکړی.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي په داسې حال کې چې په برسلز کې سفارتي هلي ځلې زیاتې شوي دي، د اوکراین حالات ممکنه ده د ښه کېدو پر ځای لا نور خراب شي.

په عین حال کې، د مارچ پر پينځمه (چې د دغه حملې ۱۰مه ورځ ده)، اوکرایني پوځ ویلي چې روسي عسکر د هوایي پوځ مرسته لري او په خپلو حملو کې جدیده وسله استعمالوي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې د اوکراین پشمول هغه غوښتنې رد کړې چې پکې له غرب نه خواست شوی و چې اوکراین دې د نه الوت سیمه وګرځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG