د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې ومنله چې د اوکراین په جګړه کې یې ۱،۳۵۱ سرتېري وژل شوي


په اوکراین کې د روسيې یو سوځیدلی ټانک: انځور له ارشیفه
په اوکراین کې د روسيې یو سوځیدلی ټانک: انځور له ارشیفه

دا له درو اوونیو نه په ډېره موده کې لومړی ځل دی چې ماسکو د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمیرې ښکاره کړې دي خو مغربي او اوکرایني استخباراتو دغه شمېره ډېره ښودلې ده.


لوړپوړو روسي چارواکو د مارچ په ۲۵مه ویلي چې د اوکراین په جګړه کې ۳۸۵۰ سرتیري ژوبل شوي هم دي. تر دې وړاندې، روسي چارواکو د مارچ په دویمه نېټه ویلي وو چې په جګړه کې یې شاوخوا ۴۹۸ سرتیري وژل شوي دي.

بل پلو، د ناټو یو چارواکي د مارچ په ۲۴مه ایسو سيیټيډ پریس خبري اژانس ته ویلي، که څه هم په خپلواکه توګه د دې شمیرو پخلی نه کیږي خو ښکاري داسې چې د روسیې د وژلو شویو شمیره له ۷۰۰۰ تر ۱۴۰۰۰ ده.

د مارچ په ۱۶مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چارواکیو له قوله ویلي وو چې د امریکا استخباراتي ادارې په اوکراین کې د وژلو شویو روسي سرتیرو شمیره شاوخوا ۷۰۰۰ ښايي. د اوکراین د ځواکونو مشر د مارچ په ۲۳مه په ټویټر لیکلي وو چې په جګړه کې له ۱۵۰۰۰ ډېر روسي پوځیان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG