د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېسټ: پاکستان د افغان سولې پروسې ملاتړی وو خو د امريکا اکثره وړانديزونه يې نه وو منلي


د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ، انځور له ارشيفه
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ، انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ وايې که په افغانستان کې د شخړې سوله ييزه حل لړ کې پاکستان د امريکا ځينې اقدامات په لا نور معنا لرونکي او پرله پسې ډول عملي کړې وای نو په اند يې نن به پر يو بدل مقام ولاړ وای.

د فبرورۍ پر ۱۵مه په واشنګټن کې په سولې انسټيټيوټ کې د خبرو پرمهال د تامس وېسټ وينا وه چې پاکستان د افغان سولې د پروسې ملاتړی وو خو په خبره يې چې د امريکا اکثره وړانديزونه يې نه وو منلي.

د نوموړی وينا وه، د اسلام اباد دغه رويه خپله د پاکستان په ګټه هم نه وه او اوس يې ورته چېلنجونه رامنځته کړي دي.

د تامس وېسټ د څرګندونو په اړه د کراچۍ پوهنتون يو ښوونکی پروفېسر توصيف احمد وایي چې امريکا، ملګرو ملتونو او اروپايې هېوادونو غوښتل چې په افغانستان کې يو پياوړی او ټولشموله حکومت رامنځته شي خو طالبانو دا نه غوښتل او پاکستان هم د طالبانو د دريځ ملاتړ وکړ.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، که په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شوی وای نو اوس به تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله والو د افغانستان ځمکه د پاکستان پرضد نه شوای کارولای ځکه چې دغه به يو پياوړی حکومت وای.

"د افغان طالبانو پاليسي تراوسه واضحه نه ده. بلوڅ وسله والې ډلې او پاکستاني طالبان چې په پاکستان کې بريدونه کوي نو ويل کيږي چې د هغوی مرکزونه په افغانستان کې دي، نو داسې ښکاري چې افغان طالبانو پر ټول افغانستان بالادستي نه ده ترلاسه کړې يا کېدای شي بله وجه وي. دغه راز طالبانو د پاکستان لخوا له افغانستان سره پر پوله لګيدلی اغزن تار هم يو ځای کې لرې کړی وو نو د اسلام اباد لخوا د افغان طالبانو ملاتړ پاکستان ته ګران تماميږي او پاکستان ته يې زيان رسيږي."

خو د پاکستان پوځ پخوانی لېفټيننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي، کېدای شي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د افغان طالبانو له امريکا سره شوی د سولې تړون او بيا وروسته له پخواني افغان دولت سره په خبرو کې اسلام اباد د طالبانو يو څه ملاتړ کړی وي او په خبره يې چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازی دا خبره هم سمه ده چې پاکستان د امريکا خبرې تل نه دي منلي او دا ځکه چې اسلام اباد پر افغان طالبانو نه مخکې او نه اوس خپلې ټولې خبرې منلې شي.

تامس وېسټ که څه هم د افغانستان په معامله کې د پاکستان د کردار په اړه انديښنې لري، خو نوموړي د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان رول مهم وباله.

"زما له پاکستاني مشرتابه سره ګټورې، ښې او مخلصانه اړيکې دي او هغوی په خپل سسټم کې پر دې مسلو غټ مهارت لري او زما په فکر زموږ سره په راتلونکې کې پر دې له پاکستان سره د کار کولو پرته بله لار نشته."

خو طلعت مسعود د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل د تامس وېسټ دغه خبرې سمې دي، ځکه چې د افغانستان له موجوده واکمنانو سره د پاکستان ډېرې پخوانۍ اړيکې دي.

"په دې کې خو شک نه شته چې پاکستان يو غټ رول لوبوي ځکه چې پاکستان يو داسې ملک دی چې له طالبانو سره يې ژوره اړيکې دي. پاکستان هم غواړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه ومنل شي او ټولې طبقې مطمينې وي او داسې نه وي چې د طالبانو له مخالفينو سره ظلم وشي."

خو په امريکا کې د ويلسن تحقیقاتي مرکز څېړونکي مايکل کوګلمېن د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، کېدای شي چې امريکا د ترهګرۍ په مخنيوي کې له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه وکړي خو د دواړو هېوادونو اړيکې پراخېدل اسانه نه دي.

"زما په خيال د اړيکو پراخېدل به اسانه نه وي ځکه چې پاکستان په خپل انداز سره له افغانستان پرته له امريکا سره د اړيکو پراخول غواړي خو امريکا اوس دغې ته چمتو نه ده."

که څه هم پاکستان دا تورونه ردوي چې ګواکې د افغانستان د پخواني حکومت په ړنګولو کې لاس لري خو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل پر نيولو ځينو پاکستانيو چارواکو، او مذهبي او سياسي ګوندونو خوشحالۍ څرګندې کړې وې.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ میاشتو پوره کېدو په مناسبت خپلې وینا کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ ټینګار وکړ، چې امریکا به تر هغې طالبان په رسمیت و نه پېژني، چې خپل چلند بدل نه کړي.

ښاغلي وېسټ همداراز وویل، امریکا د طالبانو د رژیم د پرځولو په لټه کې نه ده او تمه لري چې هغوی خپل حکومت ټولشموله کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG