د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ښځې خبريالانې ان لاين ځورول کېږي


اسلام اباد کې یوه خبریاله د خپل کار پر مهال - انځور له ارشیفه.
اسلام اباد کې یوه خبریاله د خپل کار پر مهال - انځور له ارشیفه.

په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادۍ او ژورنالېسټانو د حقونو او بیان ازادۍ لپاره کارکوونکو ادارو ویلي، په پاکستان کې سږکال او په تېرو درېوو کلونو کې په ځانګړي ډول ژورنالېسټان ان لاين يا د انټرنېټ له لارې ځورول شوي. خبریالانو ته دړکې ورکړل شوي دي، وهل ټکول شوي، بريدونه پرې شوی او مقدمې پرې درج شوي دي.

د پاکستان پرېس فاونډېشن (پي پي اېف) د نومبر پر لومړۍ نېټه په رپورټ کې ويلي، په پاکستان کې مطبوعات په سختو حالاتو کې کار کوي او دغلته له هر لوري پر صحافت بريدونه کېږي. په عین وخت کې د صحافت او د بیان د ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې فريډم نېټورک هم یو رپورټ خپور کړی چې پکې راغلي، په پاکستان کې د برېښنايي او انټرنېټي جرمونو ضد قوانین د خبریالانو پروړاندې کارول کېږي.

دا رپورټونه د نومبر پر دویمه د خبریالانو پروړاندې په جرمونو کې د ککړو کسانو د معافیت ختمولو نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي دي.

پي پي اېف په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د صحافیانو ځورولو په اړه جاري کړي رپورټ کې ویلي، په ملک کې د ژورنالېسټانو تښتولو، وهلو ټکولو، نیولو او ځينو نورو پېښو کې ان تر وژنو پورې بريدونو دوام درلود، او ورسره د ټولنيزو رسنیو له لارې هم ژورنالېسټان د ان لاين بريدونو ښکار پاتې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، ان لاين ژورنالېسټان اکثره د خلکو لخوا د کرکې، دړکو او بدسلوکۍ ښکار شوي، او په دغه کار کې د پاکستان د موجوده حکومت (تحریک انصاف ګوند په حکومتي) غړو تور لګول شوی چې دوی په دغه کار کې لاس لري او په ځينو وختونو کې پر ټوېټر د هېش ټېګ (#) يا ټرېنډ چلولو يادګېرنه هم شوې ده.

پرېس فريډم فاونډېشن په پاکستان کې د مطبوعاتو د څېړنې، روزنې او پرمختيا لپاره کار کوي.

د صحافت او د بیان د ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې فريډم نېټورک وايي، په پاکستان کې په تېرو درو کلونو کې د سايبر جرمونو ضد قانون او د الېکټرونيکي جرمونو د مخنيوي قانون د ژورنالېسټانو او په رسنیو کې د کار کوونکو پروړاندې کارول شوي دي او هغه ژورنالېسټان په نښه شوي چې ان لاين يا د انټرنېټ له لارې ژورنالېزم کوي.

په رپورټ کې ویل شوي له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ز کال پورې د ياد قانون پرضد غږ اوچتوونکو کسانو کې د ۵۶ فيصدو پرضد مقدمې کښل شوې او ۷۰ فيصده پکې نيول شوي دي.

د رپورټ په وینا، دا څېړنه د ۲۳ ژورنالېسټانو د قضيو په بنیاد شوې ده.

د فريډم نېټ ورک مشراقبال خټک ويلي، په پاکستان کې د دودیزه/روايتي مطبوعاتو پرځای خبريالان زياتره د خبرونو لپاره ان لاين بڼه کاروي، خو دغلته بيا له ان لاين لارې ليدل شوي چې د ژورنالېسټانو پرضد قانون کارېږي او ډيجيټل کمپاينونونه چلول کېږي.

هغه ویلي، د سايبر جرمونو ضد او د الېکټرونيکي جرمونو د مخنيوي قوانین د ژورنالېسټانو د ويرولو او د هغوی غږ خاموشولو لپاره کارول شوی دی چې دوی ان لاين جرمونه کړي دي.

د پرېس فریډیم فاونډېشن له رپورټ سره سم، په پاکستان کې د ژورنالېسټانو پرضد قوانين زياتره په پنجاب او اسلام اباد کې کارول شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، د ژورنالېسټانو پرضد زيات شکایتونه داسې شوي چې ژورنالېسټانو په پوځي او استخباراتي ادارو نيوکې او تنقيدونه کړي دي.

پي پي اېف په خپل رپورټ کې د درو ښځينه ژورنالېسټانو غريدې فاروقي، بېنظير شاه او عاصمې شېرازي یادونه کړې چې د دوی پرضد ان لاين کمپاينونه چلېدلي دي.

په پاکستان کې په حکومتي کچه په سمدستي ډول دغه رپورټونو ته کوم غبرګون نه دی ويل شوی خو له دې وړاندې وزیراعظم عمران خان په خپله او د تحریک انصاف د حکومت وزیرانو وخت په وخت په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ دعوې کړي چې په پاکستان کې مطبوعاتو او ژورنالېسټان تر بل هر ملک ازاد دي.

دغه ډول د تحریک انصاف په حکومت داسې تورونه لګېدلي چې د ټولنيزو رسنیو د لارې يې په منظمه توګه د ژورنالېسټانو پرضد کمپاينونه چلولي او په ځانګړي ډول ښځينه ژورنالېسټانې ځورول شوي او دړکې ورته ورکړل شوي دي.

خو د تحریک انصاف حکومت بيا وخت په وخت دغه تورونه هم رد کړي دي.

په وروستیو کې د غیر دولتي ادارې انسټیټیوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ په کلني رپورټ کې ویل شوي چې په ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د ډېجیټل مېډيا ازادي د حکومتي قوانینو او د اظهار ازادۍ ته د پېښو ګواښونو له کبله اغېزمنه شوې ده.

د ياد رپورټ ترمخه که څه هم په پاکستان کې د کورونا د نړیوالې وبا پر مهال انټرنيټ ته په رسايي او د دې په استعمال کې په محدوده کچه کاميابي ترلاسه شوې خو ډېجټل ویش د هېواد ښځې، مذهبي اقليتونه او پسمانده ډلې زياتې اغېزمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG