د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ټيک ټاک بندیز لرې کړ


ټيک ټاک پر ټولنيزو رسنيو د لنډو ويډیوګانو خپرولو اېپ دی. ارشیف-انځور
ټيک ټاک پر ټولنيزو رسنيو د لنډو ويډیوګانو خپرولو اېپ دی. ارشیف-انځور

د پاکستان د مخابراتو ادارې د لنډو ویډیوګانو خپرولو پر چینايي ایپلېکېشن ټیک ټاک لګېدلی بندیز لرې کړی دی.

پاکستان ټيلي کمیونیکېشن اتهارټي یا (پي ټي اې) د نومبر پر ۱۹مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې د ټیک ټاک انتظامیې لخوا ورته د باور تر ورکولو وروسته ټیک ټاک بیا بحالوي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې ویلي چې ټیک ټاک ورته باور ورکړې چې غیر اخلاقي یا غیر مناسب مواد به خپرېدو ته نه پرېږدي.

ادارې دا هم ویلي چې ټیک ټاک ورته دا باور هم ورکړی چې هغه کسان به پر ټیک ټاک بلاک کوي چې په مسلسل ډول غیرقانوني مواد خپروي.

پي ټي اې ویلي چې بیا به هم د ټیک ټاک څارنه کوي څو د پاکستان د قانون او کلتوري قدرونو خلاف غیرقانوني مواد خپور نه شي.

په پاکستان کې په اول ځل ټیک ټاک باندې په اکتوبر ۲۰۲۰ز کال کې بندېز ولګول شو چې لس ورځې وروسته لېرې کړل شو.

د روان کال په مارچ کې د پېښور هاي کورټ پر ټیک ټاک بندیز ولګولو چې په اپریل کې لېرې کړل شو. بیا په جون کې سند های کورټ د دغه ایپ د بلاک کولو وویل.

د پاکستان د مخابراتو ادارې د جولای پر ۲۰مه په څلورم ځل د غیر اخلاقي موادو د نه لېرې کولو په تور پر ټیک ټاک ایپ بندیز ولګولو. چې اوس یو ځل بیا بحال شو.

ټیک ټاک اپلېکېشن څه دی؟

ټیک ټاک د چين بایټ ډانس کمپنۍ ملکيت ده. دا په ۲۰۱۶ز کال د سېپټمبر مياشت کې وړاندې شوې وه.

دا ايپ د نړۍ ۴۰ ژبو کې کارول کېږي، دا په ټوله نړۍ کې له ۸۰۰ ميليونو نه زيات فعال صارفين لري. په هند کې د دې ايپ د صارفينو شمېره ۱۱۹ ميليونه ده.

ټیک ټاک د ټولنیزو اړیکو يو له مشهورو اپلېکېشنونو څخه ده او د ټولېنزو رابطو د ويبپاڼو په فهرست کې یې نهم نمبر خپل کړی دی.

دا ایپ په ځوانانو کې ډېر زيات مشهور دی. په دې ايپ کې کاروونکي لنډې ويډيوګانې جوړوي او له نورو سره یې شريکوي.

داسې اټکل کېږي چې د ټيکټاک کمپنۍ ماليت تر يو اربه ډالرو پورې رسيدلی دی.

XS
SM
MD
LG