د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر ټیک ټاک بندیز کاروونکي ناهیلي کړي


ټیک ټاک د ويډیوګانو د خپرولو یو اپلېکېشن دی چې زیات مینه وال لري.
ټیک ټاک د ويډیوګانو د خپرولو یو اپلېکېشن دی چې زیات مینه وال لري.

د پاکستان د مواصلاتو ادارې (ټيلي کميونیکيشن اتارټي) پر ټیک ټاک بندېز لګولی. دا د ويډیوګانو د خپرولو یو اپلېکېشن دی چې زیات مینه وال لري.

پي ټي ای د اکتوبر پر نهمه په يو بيان کې ويلي چې ټیک ټاک ته يې په وار وار د نامناسبه او متنازع موادو د لرې کولو لپاره مهلت ورکړی و خو تر اوسه پورې هغه مواد لرې نه کړل شول نو ځکه يې په ملک کې ټيکټاک بند کړی دی.

د پاکستان د مواصلاتو ادارې ویلي چې دا پرېکړه یې د ټولنې د بېلابېلو ډلو د شکایتونو پر اساس کړې ده.

یادې ادارې په جولاې کې د ټیکټاک انتظاميې ته وروستی خبرداری ورکړی وو چې غيراخلاقي ويډيوګانې دې لرې کړي.

د پاکستان د وزيراعظم يو سلاکار ارسلان خالد د دې بنديز دفاع کړې او ويلي يې دي چې د مواصلاتو ادارې وار له مخې ټیکټاک ادارې ته د غير اخلاقي موادو د لري کولو ويلي وو.

هغه دعوه وکړه چې په ټیک ټاک داسې مواد خپرېږي چې په ټولنه کې بې حيايي رامنځ ته کوي.

د فعالانو غبرګون

د ټولېنزو شبکو فعالانو پر ټیک ټاک د حکومتي بنديز غندنه کړې او ویلي يې دي چې دا د بیان د ازادۍ مخنیوی دی.

په مردان کې ډېجټيل فعال محمد داود د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د فيسبوک او ټويټر پشان ټیک ټاک هم يو داسې ايپ دی چې د خلکو ترمنځ د رابطو زريعه ده او د نورې نړۍ پشان په پاکستان کې هم ډېر مشهور دی.

داود زياته کړه: "زما په خيال دا د اظهار رايي پرضد حکومتي ګام دی. د دي کار چې څومره غندنه وشي هغه کمه ده، ځکه چې په پاکستان کې پر ميډيا بنديزونه دي، اوس دا بنديزونه نور غځول کېږي، پر رسنيو پابندي لګول کېږي، دا ګام به د پاکستان لپاره مشکل هم پيدا کړي."

د محمد داود په خبره د ټولنېزو رابطو له وېبپاڼو سره د خلکو روزګار هم تړل شوی دی، هغه صارفين چې د سماجي رابطو پر پاڼو پوهه لري، دا د هغوی د ګټې وټې زريعه هم ده.

د سوات عارف خان په ټیک ټاک تر پنځه لاکه پورې مينوال لري او زياتره ويډيوګانې يې د ټوکو ټکالو وي. عارف خان د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي فيصلې خفه کړی ځکه چې دوی د مزاح له لارې خلکو ته د پيغامونو ويډيوګانې هم خپروي.

د عارف خان په خبره پر ټیک ټاک د غيراخلاقي موادو شمېره لږه زياته شوي وه خو هغه یې د پابندۍ په حق کې نه دی.

هغه وړاندې وویل: " که چېرې څوک له ما تپوس کوي نو دا ناسم کار دی، پر دې پابندي پکار نه وه، حکومت دې خلکو ته ګوري چې پر دې ايپليکيشن وخت ضايع کوي، حکومت که څه کوي نو زموږ لپاره يې کوي."

ټیک ټاک اپلېکېشن څه دی؟

ټیک ټاک د چين بایټ ډانس کمپنۍ ملکيت ده. دا په ۲۰۱۶ز کال د سېپټمبر مياشت کې وړاندې شوې وه.

دا ايپ د نړۍ ۴۰ ژبو کې کارول کېږي، دا په ټوله نړۍ کې له ۸۰۰ ميليونو نه زيات فعال صارفين لري. په هند کې د دې ايپ د صارفينو شمېره ۱۱۹ ميليونه ده.

ټیک ټاک د ټولنیزو اړیکو يو له مشهورو اپلېکېشنونو څخه ده او د ټولېنزو رابطو د ويبپاڼو په فهرست کې یې نهم نمبر خپل کړی دی.

دا ایپ په ځوانانو کې ډېر زيات مشهور دی. په دې ايپ کې کاروونکي لنډې ويډيوګانې جوړوي او له نورو سره یې شريکوي.

داسي اټکل کېږي چې د ټيکټاک کمپنۍ ماليت تر يو اربه ډالرو پورې رسيدلی دی.

په نړۍ کې پر ټیک ټاک تنقيدونه

په هند کې سږکال د جون پر ۲۹مه پر ټيکټاک بشپړ بنديز ولګول شو. خو د دې وجوهات د هند او چین ترمنځ ترينګلې اړيکې دي.

د دې ترڅنګ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اګست مياشت کې د صدارتي فرمان له لارې پر ټيکټاک د بنديز لګولو عنديه ورکړي وه.

په انډونېزيا او بنګله ديش کې هم پر ټیک ټاک موقتي بنديز لګول شوی و. د مصر يو عدالت په جنوريۍ مياشت کې پنځو هغو ښځو ته د دوو کالو د بند سزا ورکړې وه چې پر ټیک ټاک يې نامناسبې ويډيوګانې خپرې کړې وې.

د ټیک ټاک دريځ

ټیک ټاک هیله څرګنده کړې ده چې د پاکستان مواصلاتو ادارې سره به یوې موافقې ته ورسېږي څو وکولای شي په هغه هېواد کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

ټیک ټاک په يو بيان کې ويلي دي چې پي ټي ای سره په دوامداره توګه تماس کې دي او په دي لړ کې به يوې نتيجې ته ورسيږي.

XS
SM
MD
LG