د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د انټرنیټ کارول زیات شوی: ملګرو ملتونه


د ځینو ټولنیزو شبکو نښې
د ځینو ټولنیزو شبکو نښې

ملګرو ملتونو په يو تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې څلور اعشاريه يو اربه کسان له انټرنیټ سره تړلې دي.

خو دا راپور زیاتوي چې د ښځو لخوا او مخ په وده هېوادونو کې بیا د انټرنیټ کارول کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې ټولنې يا ای ټي یو د نومبر پر پنځمه په خپور کړي راپور کې دا هم ویلي، د ٢٠١٨ز کال په نسبت په ټوله نړی کې د انټرنیټ کاروونکي پنځه اعشاريه درې فيصده زيات شوي دي.

د راپور ترمخه د انټرنیټ زيات کاروونکي په اروپا کې او تر ټولو لږ په افريقا کې دي.

په اروپا کې ٪۸۲،۵ او په افریقا کې ٪۲۸،۲ کسان انټرنیټ کاروي.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، په نړی کې ۵۸ فيصده سړي او ۴۸ فيصده ښځې انټرنيټ کاروي.

د نړی په شاوخوا هر هېواد کې د ښځو په مقابله کې سړي زیات انټرنيت کاروي خو امریکا یوازینې هېواد دی چې پکې د انټرنیټ کاروونکو ښځو او سړیو شمېره تقریبا برابر ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG