د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان کې حمله: يو پاکستانی پوځي وژل شوی دی


پخوانی تصویر: د پاکستاني پوځ يو ګاډی د ګزمې په مهال
پخوانی تصویر: د پاکستاني پوځ يو ګاډی د ګزمې په مهال

د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د کلاچۍ په روړي سیمه کې د پاکستاني پوځ پر ګاډو شوې حمله کې یو سرتېری وژل شوی.

د کلاچۍ تاڼې د پوليسو یو چارواکي خانزاده خان د دیسمبر په ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل چې په دې برید کې درې نور سرتېري زخمیان شوي هم دي. د هغه په خبره، په خواوشا ځايونو کې یې د وسله والو د لټون عمليات پيل کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ترجمان محمد خراسانی مشال راډيو ته په يو استول شوي پيغام کې د دې برید ذمه واري منلې ده.

د نومبر په نهمه د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یوې میاشتې لپاره ډزبندي کړې وه. خو د دیسمبر په لسمه ټي‌ ټي پي وويل چې دا لوظنامه ځکه نه غځوي چې د دوی ملګري لا هم په نښه کېږي او د پاکستان پوځ په خپلو وعدو عمل نه دی کړی.‌ پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي‌ خو حکومتي چارواکي وايي که تحريک طالبان پاکستان د ملک ايين ته غاړه ږدي، نو دروازې ورته خلاصې دي.

د دې لوظنامې تر نه غځېدو وروسته، په مخ پر زیاتېدونکو حملو کې درې د دیسمبر پر ۲۵مه په شمالي وزیرستان کې شوې وي. امنيتي سرچينو مشال راډيو ته ويلي ول چې په شوه کې شوې دې حملو کې یو سرتېری وژل شوی او درې زخميان شوي ول. خو د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی پر چېک پوسټ‌ شوې دا حمله يوه وه چې يو ۳۲ کلن پوځي پکې وژل شوی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG