د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې پولیسوال وژل شوی


چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې ناڅرګندو وسله والو په هدفي برید کې یو پولیس وژلی دی.

د پولیسو ځايي مشر عتیق حسین مشال راډیو ته وویل، وسله والو پولیسواله د نومبر پر ۲۱مه هغه مهال وژلی چې دی له میرلي څخه میرامشا ته روان وو.

چا د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

له تېرو څو کلونو راهیسې وزیرستانونه پر له پسې د هدفي بریدونو ښکار دي، سږکال یوازې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو تر ۶۰ زیاتې پېښې رپوټ شوې دي. په سیمه کې د هدفي وژنو ضد په وار وار ولس احتجاجونه کړي او د مخنیوي غوښتنې یې کوي.

دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو خبرې کوي چې په وینا یې تر ډېره حده کامیاب شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG