د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف زرداري: ریاست حق نه لري چې د بېګناه خلکو وژونکي وبښي


اصف علي زرداري وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې ککړ کسان دې سزا شي - انځور له ارشیفه
اصف علي زرداري وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې ککړ کسان دې سزا شي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د حکومت او ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د سولې خبرو ته په اشاره ویلي چې "ریاست هېڅ حق او واک نه لري" چې د "بېګناه خلکو وژونکي وبښي."

زرداري د خپل ګوند پر رسمي ووبپاڼه د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ارمي پبلک سکول په وسله وال برید کې د وژل شویو اووم تلین په مناسبت په بیان کې ویلي چې د "بېګناه شهیدانو وژونکي"، د هغه برید پلان جوړوونکي او پکې د اسانتیاوو برابروونکي عدالت ته حاضر نه شي او ورته "عبرتناکه سزا ور نه کړل شي" نو تر هغې پورې به "دولت او ملت د هغو بېګناه شهیدانو د وینو پوروړي وي."

پر ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ز کال په حمله کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

خو د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي او په عین حال کې په سپریم کورټ کې د حملې په اړه قضیه هم روانه ده.

هلته وزیراعظم عمران خان د پېښور پر ښوونځي د برید د اووم کال پوره کېدو په تړاو ویلي، اسلام اباد "په کامیابۍ ترهګري ماته کړې" او "هېڅکله به هم د برید ښکار شویو زده کوونکو او د هغوی کورنۍ نه مایوسوي."

عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې چې د یوې وسیلې په توګه د تاوتریخوالي کاروونکي او تشدد په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

زرداري د حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې د هغو خبرو په اړه څرګندونې کړې دي چې مشال راډیو ورڅخه د نومبر په پیل کې پرده پورته کړه.

په خبرو کې د باور جوړونې لپاره حکومت او تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر تر نهمې پورې یو میاشتنی اوربند هم وکړ چې طالبانو نور و نه غځاوه.

د وژلیو زده کوونکو مور د پېښور پر سکول د برید له پلټنو مطمینه نه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:19 0:00

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري د نومبر پر اتمه د اوربند اعلان پر وخت ویلي ول چې خبرې د پاکستان د ایین او قانون په چوکاټ کې کېږي او پکې د هېواد د "خپلواکۍ، سلامتۍ"، امنیت او ټولنیزه او اقتصادي پیاوړتیا په پام کې نیول شوې.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید د اووم کال پوره کېدو په تړاو د وژل شویو زده کوونکو میندې او پلرونه د هغه ښار د ارکایېوز کتابتون په تالار کې ورغونډېږي چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون نورو فعالانو او مشرانو هم د ګډون اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG