د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې بمي چاودنې دوه پولیس وژلي دي


دا په داسې حال کې ده چې د وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو په څېر په باجوړ کې هم پر عامو وګړو او امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو په څېر په باجوړ کې هم پر عامو وګړو او امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دا پېښه د نومبر پر ۱۳مه د باجوړ خار سب ډویژن په راغه ګانو سیمې کې هغه وخت رامنځ ته شوې ده چې دواړه پولیس پر لار روان وو.

د باجوړ پولیسو ویاند سلمان مشال راډیو ته وویل چې دا پولیس په راغه ګانو کې جوړ بارانی بند سره نیژدې پوسته کې د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي وو.

سلمان وویل چې پولیسو د دې پیښې په سیمه کې د داسې کسانو نیولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي چې ښايي په دې چاودنه کې لاس ولري.

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې پولیس حوالدار حیان او سپاهي سیراج شامل دي. تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو په څېر په باجوړ کې هم پر عامو وګړو او امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۰مه هم د باجوړ ماموندو په تير بانډه ګۍ کې چاودنې څلور امنیتي اهلکار وژلي وو.

د باجوړ پولیسو په یو بیان کې ویلي وو چې هغه پېښه هم په داسې حال کې شوې وه چې پر امنیتي اهلکارو د سړک پر غاړه ښخ شوی بم ورچاودلی وو.

د هغې پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په دې سیمو کې د وسله والو بریدونه او هدفي وژنې پر دې سربېره زیاتې شوې دي چې د پاکستاني پوځ په وینا، په دې سیمو کې د وسله والو هیڅ شبکې نشته.

XS
SM
MD
LG