د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د پوهنتونونو استادانو په حکومتي ډاډ خپل احتجاج ختم کړ


د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو کارکوونکو احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو کارکوونکو احتجاج کړی - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۷مې ویډیو.

د خېبر پښتونخوا د پوهنتونونو استادانو او نورو کارمندانو ویلي چې له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې یې روان احتجاج په یوه اوونۍ کې د غوښتنو د منل کېدو په شرط پای ته رسولی دی.

دا خبره د پوهنتونونو کارکوونکو د جون پر اوومه نېټه په پېښور کې له حکومتي جرګې سره تر ملاقات وروسته په خبري غونډه کې وکړه.

د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشر ډاکتر فضل ناصر مشال راډیو ته وویل، حکومتي جرګې یې د غوښتنو د منلو ډاډګېرنه ورکړې ده.

د پوهنتونونو استادانو او کارمندانو خپله لومړۍ مظاهره د مې پر ۲۷مه د پېښور انجینرۍ پوهنتون پر څلور لاره وکړه.

ډاکتر فضل ناصر وايي، ''زموږ تر ټولو لویه غوښتنه په وفاقي بجټ کې د پوهنتونونو لپاره د ۱۵۰ اربو روپو بجټ اضافه کول دي. په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په نور بجټ کې ۴۰ فیصده اضافه شوي ده خو د اعلا تعلیم په بجټ کې هېڅ اضافه نه ده شوې، بل دا چې څنګه په سیند او پنجاب کې تر اتلسم اییني بدلون وروسته د لوړو زده کړو لپاره صوبايي کمېشن جوړ شوی نو داسې کمېشن په خیبر پښتونخوا کې هم غواړو او بل، صوبايي حکومت دې خپل هغه لیک بیرته واخلي چې موږ ته یې د اخراجاتو کمولو لپاره رااستولی دی.''

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او ټاکل شوې چې په جون کې وفاقي او د څلورو صوبو حکومتونه د راتلونکي مالي کال بجټ وړاندې کړي.

د ټولو پوهنتونو د استادانو ټولنې جنرل سېکرټري ډاکټر صادق علي مشال رېډیو ته وویل چې له حکومتې جرګې سره تر ملاقات وروسته یې تش د یوې اوونۍ لپاره خپل احتجاج وځنډاوه خو که په دې ورځو کې یې غوښتنو ته پام ونشو نو بیا به لاریونونه پیلوي.

حکومتي دریځ

موږ د دې وروستي پرمختګ په باب د لوړو زده کړو لپاره د اعلا وزیر له سلاکار کامران بنګش سره رابطه وکړه خو هغه د بوختیا له وجې یې خبرې ونکړې البته د هغه یوه مرستیال د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د پوهنتونو د ستونزو هوارولو لپاره یوه کمېټۍ جوړه شوې ده چې د خیبر پښتونخوا د ۳۱ پوهنتونونو له وایس چانسلرانو سره په رابطه کې ده.

د لوړو زده کړو/هایر ایجوکېشن چارواکي دا هم وویل چې څو میاشتې وړاندي چې کله پوهنتونونه خپلو کارمندانو ته د تنخاګانو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ ول نو صوبايي حکومت ورته ۳۰ کروړه روپۍ ورکړې وې او اوسمهال یې د تنخاګانو لپاره ۲۰ کروړه روپۍ نورې ورکړې دي.

په عین وخت کې حکومت اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وبا د مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال تړلي پوهنتونونه هم د جون له اوومې نېټې څخه پرانیزي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG