د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ملازمین د تنخاګانو زیاتولو لپاره بیا احتجاج پیلوي


د سږني کال په فبرورۍ کې د ټول پاکستان سرکاري نوکرانو په اسلام اباد کې د خپلو تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه وکړل
د سږني کال په فبرورۍ کې د ټول پاکستان سرکاري نوکرانو په اسلام اباد کې د خپلو تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاجونه وکړل

د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمین وايي، حکومت یې تراوسه په تنخا کې د ۲۵ فيصده زیاتوالي غوښتنه نه ده منلې چې له وجې یې دوی یو شمیر مالي مشکلات لري.

د پاکستان ورکرز فیډریشن مرکزي مشر شوکت علي انجم د می پر ۲۴مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت ورسره په فبروری کې د احتجاج پر مهال کړې ژمنې لا هم نه دي پوره کړې نو له دې وجې د مې پر ۲۷مه به د صوبې سرکاري ملازمین د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي.

''د څلور واړو صوبو سرکاري ملازمین د فبروری پر ۱۰مه په اسلام اباد کې ورغونډ شوي وو او درېوو وزیرانو شیخ رشید، پروېز خټک او علي محمد خان مذاکراتو کې معاهده وکړه چې په تنخاګانو کې ۲۵مه اضافه به ټولو صوبو ته ورکول کېږي. خو صوبايي حکومت تراوسه پلمې کوي او کار ځنډوي.''

د روان کال د فبروری پر ۱۱مه د دفاع وفاقي وزیر پرویز خټک خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت د وفاقي ملازمینو په تنخاګانو کې تر بجټ پورې ۲۵ فيصده عبوري زیاتوالې کوي او بیا وزیراعظم عمران خان د نورو صوبو اعلا وزیرانو ته هم هدایات جاري کړل چې څنګه وفاق فیصله وکړه، نو دوی دې د خپلو صوبو له ملازمینو سره کیښني او د دوی مسلې دې هوارې کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د پرایمري سکولونو د محکمې مشر عزیز الله خان بیا وویل چې په صوبه کې دا مهال ټول شاوخوا دوه لکه استادان دي او د هغوی تنخاګانې د موجوده ګرانۍ په نسبت ډېرې کمې دي.

''حکومت له موږ سره د اپرېل پر پینځمه مذاکرات کړي وو ځکه چې موږ به د اپرېل پر شپږمه احتجاج کولو. حکومتي ډلې له موږه ۲۰ ورځې یا میاشت وخت اخیستل غوښت نو موږ ورته میاشت ورکړه چې زموږ غوښتنې ومني. اوس میاشت هم تېره شوه.''

خان زياته کړه چې د پنجاب حکومت وار له مخه د جون لومړۍ څخه د تنخاګانو د زياتولو اعلان کړی او که د خيبر پښتونخوا حکومت اعلان ونکړي نو د مې پر ۲۷مه به ښوونکي هم له نورو سرکاري کارکونکو سره احتجاج پيل کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې یو مشر رضوان کنډي بیا وویل چې راتلونکي جون میاشت کې نوی بجټ وړاندی کېږي نو حکومت له پکار ده چې له هغې وړاندی په تنخاګانو کې د زیاتوالې لپاره د دوی غوښتنې ومني.

''په پاکستان کې ګراني زیاته شوي ده او زموږ تنخاګانې د تیرو څو کلونو راهیسې نه دې زیاتې شوې. زموږ د ځوان ډاکټرانو تنخاګانې د پنجاب او وفاق په نسبت ډیری کمی لکه نیمې دي.''

د خیبر پښتونخوا د محنت و مزدوری وزیر شوکت یوسفزي مشال رېډیو ته وویل چې حکومت د ملازمینو پر غوښتنو د غور لپاره د مې پر ۲۴مه غونډه کوي او هڅه کوي چې خپلو محدودو وسایلو ته په کتو د ملازمینو تنخاګانې زیاتې کړي.

''وزیراعلا صیب نن هم په دې خبره غونډه راغوښتې ده. هڅه کوو چې تنخاګانې زیاتې کړو، زموږ چې څومره هم محدود وسایل دي او په هغه کې څومره هم ممکنه وي موږ به سرکاري ملازمینو ته اسانتیاوې ورکوو.''

د خیبر پښتونخوا حکومت د اکاونټنټ جنرل د محکمې د وبپاڼې تر مخه په صوبه کې تر ۲۰۱۸ز کاله له دوی سره د سرکاري ملازمینو شمېره ۴۱۷،۰۰۷ وه. دغسې د وفاقي ادارې ایسټېبلیشمنټ ډویژن د وبپاڼې ترمخه له ۲۰۱۸ز کاله تر ۲۰۱۹ز کاله له دوی سره په وفاقي ادارو کې د سرکاري ملازمینو شمېره ۵۸۱،۷۵۵ ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG