د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اپوزیشن دا نه مني چې ملک اقتصادي وده کړې


 معراج الحق بیا وايي، د کورونا وبا پر مهال په نړیوال مارکیټ کې د بنګله دیش او هند د ټیکسټایل مالونو برخې کمېدو له وجې د پاکستان اقتصادي ودې ته ګټه ورسیده.
معراج الحق بیا وايي، د کورونا وبا پر مهال په نړیوال مارکیټ کې د بنګله دیش او هند د ټیکسټایل مالونو برخې کمېدو له وجې د پاکستان اقتصادي ودې ته ګټه ورسیده.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د صنعت او پيداوار د قایمه کمیټۍ مشر او د پیپلز ګوند غړی ساجد حسین توري او د اقتصادي چارو ځینو پوهانو د منصوبه بندی وزارت هغه راپور رد کړی چې وايي، روان مالي کال کې د هېواد اقتصادي ودې شرح ۳,۹۴ فیصده وه.

یاد وزارت د مې پر ۲۱مه په راپور کې چې د زراعتو په شعبه کې ۲،۷۷ فیصده، په صنعت کې د ۳،۵۷ فیصده او د خدماتو په شعبه کې د ۴،۴۳ فیصده وده د دوی د مخکینیو اندازو نه زیاته ده.

خو بیا د پیپلز ګوند غړي ساجد حسین توري د می پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د حکومت د اقتصادې ودې د شرحې زیاتېدو په اړه ادعاوې ناسمې دي ځکه چې هېواد ۲۰۱۵م کال راپدیخوا له ګرانۍ او نورو یو شمیر اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

"ډېره د افسوس خبره ده، حکومت هسې اندازې لګوي، دوی وايي چې اقتصادي وده څلور في صدو ته رسیدلې، دا دروغ وايي."

د منصوبه بندۍ وزارت په خپل راپور کې دا هم ویلي چې ايي ایم ایف او نړیوال بینک په ۲۰۲۰م او ۲۱م مالي کال کې د خالص کورني پیداوار یا د جي ډي پي د ودې اندازه ۱،۵ في صده او نړیوال بینک دا ۱،۳ في صده لګولې وه خو د وزارت په خبره، د اقتصادي ودې شرح څلور في صده زیاتېدل د دواړو ادارو له اندازو زیاته ده.

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي چې په پاکستان کې زراعت ټیټ شوی دی او د ابادی زیاتره برخه پر دې تکیه کوي نو د موجوده اقتصادي ودې ګټه منځنۍ طبقې ته رسیدلې خو بې وزلو ته ترې هیڅ فایده نشې کیدای. نوموړي زیاته کړه، اقتصادي وده پر مارکیټ کې خرڅیدونکی مال، زراعت، خدمات او په صنعت ولاړه وي خو د ځینو اقتصادي بندیزونو او ټیکسونو له وجې په دغو څلورو شعبو کې کمی راغلی دی. هغه وړاندې وايي:

"دوی تېر کال اقتصادي وده دوه في صده یاده کړې وه نو اوس په دوو في صدو څلور في صده شوي ده چې ډیره ښه نه ده. دا وده به هم نه وه شوې خو د کورونا وبا پر مهال دوی لږه نرمي راوسته، په ټیکسونو کې یې لږه ازادي ورکړه، سبسډي یې هم ختمه نه کړه نو د هغې په وجه وده وشوه خو په دې کې زیاته وده د صادراتو سیوا کېدو او برامدوونکو ته د مراعاتو ورکولو له وجې په مارکیټ کې تیزي راغله او له دې سره لویې صنعتکاری نهه في صده وده وکړه."

د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر ۲۱مه پر ټوېټر پاڼه وویل چې په داسې وخت کې چې کووېډ-۱۹ د هېواد اقتصاد ته یو غټ چیلنج ورپېښ کړی خو دا ۳،۹ في صده وده د دوی لپاره د خوشالۍ خبره ده.

د اقتصادي چارو یو بل پوه او د مرکزي ایشیا د سیمه ییزي اقتصادي همکارۍ ادارې مشر ډاکټر غلام صمد بیا وايي، که پاکستان د اخراجاتو زیاتره برخه دفاعي بودیجي، پینشنونو او په قرضو د سود ورکولو لړ کې کمه نه کړي او له بیلا بېلو وسایلو یې د امدن ذریعې نه وې پیدا شوي، د اقتصادي ودې د شرحې زیاتېدل نا ممکنه ده.

د اقتصادي چارو پوه معراج الحق بیا وايي چې په پاکستان کې په زراعتو او صنعتکاری کې وده شوې ده او د کورونا وبا پر مهال په نړیوال مارکیټ کې د بنګله دیش او هند د ټیکسټایل مالونو برخې کمېدو له وجې د پاکستان برامدات زیات شول چې ورسره اقتصادي ودې ته ګټه ورسیده.

په پاکستان کې تېر کال د اقتصادي ودې شرح منفي 0.47 فیصده وه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د می پر ۲۱مه پر ټوېټر لیکلي چې نیشنل اکاونټس کمیټۍ د هېواد مجموعي کورني پيداوار د ودې اندازې ته حتمي بڼې ورکولو سره د دې ۳،۹۴ في صده پاتې کولو هیله ښودلې ده او دا د هېواد د معاشي کړنلارو د بریا څرګندونه ده.

XS
SM
MD
LG