د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوي مالي کال بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې شو


د قامي اسمبلۍ ودانۍ ارشیف انځور
د قامي اسمبلۍ ودانۍ ارشیف انځور

د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین د جون پر ۱۱مه، د ۲۰۲۱ ـ ۲۲ مالي کال لپاره د اته زره، څلور سوه او اووه اویا اربه روپو بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

د بجټ وړاندې کولو پر مهال د خزانې وزیر وویل چې د تیرو حکومتونو نه ورته یو شمېر اقتصادي ستونزې او قرضې پاتې شوې دي خو د دې باوجود یې هم یو "ولس دوسته" بجټ وړاندې کړی.

د نوموړي په وینا، د راتلونکي مالي کال لپاره حکومت د بجلۍ په مد کې ۵۹۶ اربه، د پټرولیم لپاره ۲۰ اربه او د یوټیلیټي سټورونو لپاره ۶ اربه روپۍ سبسډي یا رعایت ورکوي.

د قامي بجټ تر مخه، حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره ۵۴ اربه روپۍ ځانګړې کړي دي.

شوکت ترین دا اعلان هم وکړ چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه به ټولو وفاقي سرکاري ملازمینو ته ۱۰ فیصده عبوري الاونس ورکول کېږي او په پنشن یا تقاعد کې به يې هم ۱۰ فیصده اضافه کېږي.

بل خوا د مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو، د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت دا بجټ مسترد کړی دی او دا یې یو "ولس دښمنه" بجټ ګرځولی دی.

د جون پر ۱۱مه، د بجټ تر غونډې وروسته، خبریالانو ته په وینا کې، د مسلم لیګ ن مشر شهبازشریف د اقتصادي ودې په اړه د حکومت ادعاوی رد کړې. پر دغه مهال د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وویل، د حکومت دعوې له حقیقته لرې دي او پاکستان د تاریخي بېوزلۍ، بېروزګارۍ او ګرانۍ سره مخامخ دی.

بل پلو عام ولس وايي، تمه یې لرله چې د نوي مالي کال په بجټ کې به د خلکو د غربت ختمولو او د ژوند ښه کولو لپاره، حکومت مناسب ګامونه پورته کړي خو داسې نه دي شوي.

د اسلام اباد یو کاریګر عبدالسلام مشال راډیو ته وویل، عمران خان ته یې ځکه ووټ ورکړی و چې فکر یې کاوه ګراني به ختمه کړي او حالات به ښه شي خو د نوموړي په وینا په اوسني حکومت کې هغوی ډوډۍ موندلو ته هم حیرانه دي.

همدا رنګه د مردان یو مزدورکار محمد فرهاد مشال راډیو ته وویل، حکومت ورسره په بجټ کې هېڅ رعایت نه دی کړی، هغوی تمه لرله چې خوراکي توکي به ارزانه شي خو حکومت یوازې د خلکو تنخا درې زره زیاته کړه کومه چې دومره ډېرې ګرانۍ ته په کتو کافي نه ده.

خو بل پلو د پاکستان تحریک انصاف پلویانو بیا په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې حکومت مناسب بجټ وړاندې کړی او هغوی خوشاله دي.

د پروسې له مخې په قامي اسمبلۍ کې د بجټ له وړاندې کېدو وروسته اوس به پرې د اسمبلۍ غړي بحث کوي او بیا به یې منظوري ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG