د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان عالمانو سختدریځي او ترهګري غندلې


د پاکستان او افغانستان ځینې عالمان او چارواکي مکې ته ورغلي او ځینو یې د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون وکړ - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۱۰مې انځور.
د پاکستان او افغانستان ځینې عالمان او چارواکي مکې ته ورغلي او ځینو یې د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون وکړ - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۱۰مې انځور.

د پاکستان او افغانستان دیني عالمانو سختدریځي او ترهګري غندلې او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي او جګړې درولو غوښتنه کړې.

د جون پر ۱۰مه د سعودي عرب په کوربه توب د افغانستان او پاکستان دینې عالمانو پر ناسته کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وشوې.

د دواړو هېوادونو عالمانو د یو ورځنۍ غونډې په پای کې یو ۱۴ ماده ییز پرېکړه لیک خپور کړ چې پکې یې د مسلمانانو د وینې بهولو درولو غږ کړی. د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم د جون پر ۱۰مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل، د دواړو هېوادونو عالمانو ټینګار وکړ چې جګړه د مسلې د حل لاره نه ده.

د پاکستان او افغانستان ځینې عالمان او چارواکي مکې ته ورغلي او ځینو یې د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون وکړ.

تر دې مخکې د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې هم سعودي عرب د افغانستان سولې په اړه د دیني عالمانو غونډه جوړه کړې وه.

د پاکستانیو عالمانو خبرې

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د دیني چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي سلاکار مولانا طاهر اشرفي تر غونډې وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو علماو په یوه خوله د تاوتریخوالي ضد غږ پورته کړ. نوموړی زیاتوي چې هېواد یې د افغانستان او سیمې ثبات ته ژمن دی.

د اسلامي همکاریو په سازمان کې د پاکستان دایمې استازي رضوان سعید د افغانستان په سوله کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې "د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په هېوادونو پورې تړلي دي، او په دې برخه کې د علماو رول ډېر مهم دی."

په همدې حال کې د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري په غونډه کې د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړو.

نوموړي وویل چې د مسلمانانو ترمنځ نفاق د دوی د کمزوري کېدو لامل شوی او له دې وجې په اسلامي هېوادونو کې سختدریځۍ وده کړې.

په ناسته کې په سعودي عرب کې د پاکستان سفیر بلال اکبر وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات په پاکستان کې د سولې او ثبات په معنا ده.

اکبر وویل چې اسلام اباد د افغان سولې په برخه کې پر جدیت کار کوي. "موږ د جغرافيې پر بنسټ نه بلکې په تاریخي او فرهنګي لحاظ وروڼه یو، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله، په پاکستان کې د ثبات په معنا ده. پاکستان هغه هېواد دی چې په افغانستان کې تر بل هر هېواد په سوله او ثبات خوشالېږي."

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري بلکې باید د سولې او خبرو اترو له لارې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د افغانستان دیني عالمانو خبرې

د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغانستان استازي دوکتور شفیق صمیم وویل چې افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له جګړې او تاوتریخوالي سره مخامخ دی.

نوموړي د دې جګړې پای ته د رسېدو په هدف، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره هم د افغانستان پر خبرو ټینګار وکړ. "په افغانستان کې روانه جګړه بېلا بېل ابعاد لري، چې حللاره يې د دولت له وسله والو مخالفینو سره خبرې کول دي، بله حللاره يې له ګاونډیو هېوادونو سره مذاکرات دي. خو د دې ټولو ستونزو او مشکلاتو ترڅنګ هم افغانان پر خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ولاړ او له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ورورګلوۍ ته پابند دي."

د مکې مکرمې په ناسته کې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل چې پر جګړه د طالبانو د ټینګار یو لامل په هغه هېواد کې د بهرنیو پوځیانو موجودیت وو او اوس چې ټول بهرني پوځیان ووځي، نو طالبان نور د جګړې د دوام لپاره "هېڅ پلمه" نه لري.

د دواړو هېوادونو عالمانو د افغانستان په جګړه کې پر ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي درولو او د خبرو له لارې د مسلې د هواري غږ وکړ.

طالبانو د مکې مکرمې د غونډې د پرېکړه لیک په اړه څه نه دي ویلي، خو هغوی د افغانستان حکومت د "لویدیځ لاسپوڅی" ګڼي او د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له هغه هېواده د پاتې بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

د جون د ۱۰مې تر غونډې مخکې هم د افغانستان د جګړې ضد او د سولې لپاره د دیني عالمانو غونډې شوې دي.

د مې پر څلورمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو هم په یوه انلاین کنفرانس او تېر کال د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډو کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

د دې ترڅنګ د قدس جومات امام الشیخ عکرمه صبري، د مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو، د بنګلادېش او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو امامانو هم د جګړې په مخالفت کې څرګندونې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې یو شمېر پاکستانيو دیني عالمانو د جون ۱۰مې په غونډه کې خپل دریځ روښانه کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG