د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر مفتي اعظم افغانستان کې د سولې په اړه فتوا ورکړې


افغان امنیتي سرتېري په لغمان کې د طالبانو تر برید وروسته د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۴مې انځور.
افغان امنیتي سرتېري په لغمان کې د طالبانو تر برید وروسته د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۴مې انځور.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر ستر مفتي شوقي ابراهیم عبدالکریم علام په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا خپره کړې ده.

وزارت د مې پر ۲۷مه په بیان کې د مصر د مفتي اعظم له خولې لیکلي چې سوله د "اسلام یو مهم اصل" دی او "په خپله اسلام سولې ته وايي"، خو په افغانستان کې ورته لږ پام شوی دی.

علام ویلي چې په اسلام کې د خلکو خوندیتوب لپاره د ګڼو مقرراتو یادونه شوې او همدا لامل دی چې اسلام پر نورو حمله، د نورو روغتیا ته خطر پېښول یا د نورو وېرول منع کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی.

په وروستیو کلونو کې د سعودي عرب، انډونېشیا او یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمانو هم په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوې خپرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG