د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب کې د افغانستان پر جګړې د عالمانو غونډه کېږي


په ۲۰۱۸ز کال کې هم د افغانستان پر سوله په مکه کې غونډه شوې وه.
په ۲۰۱۸ز کال کې هم د افغانستان پر سوله په مکه کې غونډه شوې وه.

د جون پر ۱۰مه د سعودي عرب په مکه مکرمه ښار کې د افغانستان پر جګړې انلاین غونډه کېږي چې پکې ځینې کسان حضوري ګډون هم کوي.

په غونډه کې د افغانستان او پاکستان د پېژندل شویو دیني عالمانو تر څنګ د اسلامي همکاریو د سازمان استازي او یو شمېر نور چارواکي برخه اخلي. تر دې مخکې د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې هم سعودي عرب د افغانستان سولې په اړه د دیني عالمانو غونډه جوړه کړې وه.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وایي، د دوو کلونو تر هڅو وروسته بریالی شو نن (پنجشنبه) د سعودي عرب په کوربتوب د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړې، خو طالبان له دې غونډې ځان بې خبره ښیي.

د دې یوې ورځنۍ غونډې په جوړېدو کې د اسلامي نړۍ د اړیکو سازمان مرسته کړې ده.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزیر محمد قاسم حلیمي مشال راډیو ته وویل چې له دې غونډې دوه غوښتنې لري. "زموږ د ۲۰ کلونو دا دوه غوښتنې ډېرې واضح دي چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا ده، د مسلمان وژنه ناروا ده او راځئ چې خپل مشکلات د خبرو اترو له لارې حل کړو. دا زموږ عامه غوښتنه ده له ټولو مسلمانانو څخه، د نړۍ له مسلمانانو، همداراز د پاکستان له علماوو."

د پاکستان د وزیراعظم د مذهبي چارو سلاکار طاهر اشرفي د جون پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې غونډې ته د هېواد په استازیتوب د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز سعودي عرب ته ورغلي او د ملک نور دیني عالمان به په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت کې د ویډيو کنفرانس له لارې برخه اخلي.

د مې پر څلورمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو هم په یوه انلاین کنفرانس او تېر کال د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډو کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه. د دې ترڅنګ د قدس جومات امام الشیخ عکرمه صبري، د مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو، د بنګلادېش او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو امامانو هم د جګړې په مخالفت کې څرګندونې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې یو شمېر پاکستاني دیني عالمان د جون ۱۰مې په غونډه کې خپل دریځ اعلانوي.

د هغه هېواد دیني عالمانو تر اوسه په زغرده د افغانستان د جګړې له دوام سره مخالفت نه دی کړی.

طالبان د افغانستان حکومت د "لویدیځ لاسپوڅی" ګڼي او د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له هغه هېواده د پاتې بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG