د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې تر ټینګښته امریکا د افغان پوځ هر ډول مرستو ته چمتو ده: خلیلزاد


د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او له افغانستان سره یې د هر-اړخیزو مرستو ډاډ ورکړی.

خلیلزاد د دویم وار لپاره د خپلو همکارانو په ملتیا د جون پر اوومه مازدېګر په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره کتلي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان او امریکا تر منځ د همکارۍ په نوي فصل چې په کې د سیاسي، اقتصادي، ډپلوماټیکو او امنیتي اړیکو دوام دی بحث وشو.

د اعلامیې له مخې امریکايي پلاوي له افغانستان سره په یادو برخو کې د خپل هېواد حکومت هوډ څرګند کړ.

خلیلزاد ډاډ ورکړ چې د سولې تر ټینګښته پورې امریکا د افغان پوځ هر ډول مرستو ته چمتو ده.

هغه دا خبره له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وکړه چې بېګا دوشنبه خپره شوه:

"هر هغه څه چې امریکا یې د ځان د ګټو لپاره خطر بولي پر وړاندې یې دفاع کوي. همدا راز تر هغو چې سوله نه وي راغلي د افغانستان له پوځ سره به مرسته کوي. داسې مرسته چې هم د پیسو له اړخه، هم د وسلو له پلوه، هم د تمرین له اړخه او هم د هغو نورو ګامونو له اړخه چې اړتیا یې ده او په مټ یې اردو کولای شي خپله دنده چې د افغانستان دفاع ده پلې کړي."

امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو پاتې عسکرو ایستل له مې میاشتې راهیسې پيل کړي او د سېپټمبر تر یوولسمې دا پروسه بشپړوي.

خلیلزاد د امریکا د ولسمشر جو بایډن د دې پرېکړې ننګه وکړه، خو ویې ویل چې که بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر راپورته شي یا د امریکا ګټو ته خطر پېښ شي امریکا به په سیمه کې ځواکونه ولري، څو د خپلو ګټو دفاع وکړي.

خلیلزاد د دې تر څنګ چې د افغانستان له پوځ سره د ۲۰۲۲ز کال په مخه د درې میلیارد او درې سوه میلیونه ډالره ییزې مرستې یادونه وکړه ویې ویل چې د پيسو په لګښت څار ته هم پام ساتل کېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی داسې وخت کابل ته تللی چې د افغانستان په څو سیمو کې د افغان پوځ او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې طالبانو د غور شهرک او د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ نیولي او د فاریاب قیصار یې هم د ملي اردو له یوه کنډک پرته نوره ټوله خپل کنټرول کې راوستې.

خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې جګړو ډېر زور اخیستی، خو د دوحې پروسه پڅه روانه ده او مرکچیانو لا اصلي مسایل سره نه دي څېړلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG