د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سعودي عرب سره خبرې په ښه ماحول کې روانې دي: ایران


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

ایران وايي له خپل سيمه ييز سيال سعودي عربستان سره يې يو "ګډ تفاهم" ته د رسېدو لپاره خبرې په ښه ماحول کې روانې دي.

تېره مياشت د رسنيو راپورونو په ډاګه کړې وه چې ايراني او سعودي چارواکو په اپريل مياشت کې په بغداد کې له يو بل سره ليدلي ول.

دا له هغه وروسته پر لوړ کچ لومړی ملاقات و چې کله سعودي په ۲۰۱۶ز کال کې له ايران سره خپلې سفارتي اړيکې پرې کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له هغه وروسته پرې شوې چې کله په ۲۰۱۶ز کال کې د سعودي لخوا يو لوی شيیعه عالم ته له پانسۍ ورکولو وروسته ايرانيو مظاهرچيانو د سعودي پر سفارتي ماموريتونو بريد وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د مې پر ۳۱مه يوې خبرې غونډې ته وویل چې "خبرې يې تر اوسه په ښه فضا کې روانې دي."

نوموړي وویل: "هیله لري چې دا مذاکرات به ایران او سعودي یو ګډ تفاهم ته ورسوي."

په بغداد کې د عراقي وزيراعظم مصطفا الکاظمي په همکارۍ دا خبرې تر هغه وخته پټې وې کله چې فايننشل ټايمز ورځپاڼې راپور خپور کړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ غونډه د اپريل پر نهمه شوې وه.

وروسته خطیب زاده د مې پر ۱۰مه د دې مذاکراتو پخلی وکړ او زیاته يې کړه چې دې خبرو "دوه اړخيزه او سيمه ييز " اهداف درلودل خو ټينګار يې وکړ چې دا ډېره له وخته مخکې ده چې تفصيلات په ډاګه شي.

د هغه په وينا "د خليج فارس سیمې د دغو دوو سترو اسلامي هېوادونو ترمینځ د کړکېچونو ختمول او اړیکو رغول د دواړو هېوادونو په ګټه ده."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG