د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو په ریاض کې له سعودي چارواکو سره د ایران په اړه غږېږي


پامپیو په ریاض کې له سعودي چارواکو سره د خبرو پر مهال.
پامپیو په ریاض کې له سعودي چارواکو سره د خبرو پر مهال.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ریاض ته رسېدلی او تمه ده چې نوموړی به له سعودي چارواکو سره د ایران په اړه خبرې کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۹مه ویلي چې پامپیو به د شاه سلمان، وليعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو وزیر فېصل بن فرهان سره ویني.

سعودي ته له تللو وړاندې د ایتوپیا مرکز ادیس ابابا ته د سفر پروخت پامپیو خبریالانو ته ویلي دوی به له سعودي چارواکو سره زیاتره پر هغو امنیتي مسلو خبرې کوي چې په خاصه توګه د ایران لخوا د خطر له وجې رامخې ته شوي دي.

له ایران سره په شخړو کې ریاض د واشنګټن کلک اتحادي دی.

پامپیو دا هم ویلي واشنګټن له تهران سره خبرو ته تیار دی خو باید لومړی ایران په خپله رویه کې بدلون راولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG