د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده: سلمان بن عبدالعزیز


هغه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو پیلېدو لپاره د امریکا هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې ‌وسلې کېدو غوښتنه ‌یې وکړه.
هغه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو پیلېدو لپاره د امریکا هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې ‌وسلې کېدو غوښتنه ‌یې وکړه.

د سعودي عرب پاچا د ایران مخنیوي لپاره د یوه جامع حل غوښتنه کړې او پر نړیوالو یې غږ وکړي، پرېنږدي چې تهران د ډله ییزې وژنې وسلې تر لاسه کړي.

سلمان بن عبدالعزیز دغه خبرې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د دوهمې ورځې په یوه ثبت شوې ویډیويي وینا کې وکړه.

نوموړي وویل، یوې هر اړخیزې حل‌ لارې او د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده چې له ایران سره مقابله وشي.

هغه وویل، د سعودي تجربې ښودلې چې جزیي حل‌لارې او قناعت د هغه ګواښ مخه نه ‌ده نیولې چې ایران نړیوالې سولې او امنیت ته متوجې کړی.

هغه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو پیلېدو لپاره د امریکا هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې ‌وسلې کېدو غوښتنه ‌یې وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني دغې اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې امریکا نه پر ایران خبرې تحمیلولای شي او نه هم پرې جګړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG