د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق څو ځله د سعودي او ایرانيو چارواکو د ګډو غونډو کوربه وو: برهام صالح


د عراق ولسمشر برهم صالح
د عراق ولسمشر برهم صالح

د عراق ولسمشر برهام صالح ويلي، هېواد يې څو ځله د سعودي او ايراني چارواکو ترمینځ د خبرو اترو کوربه پاتې شوی.

د مې پر پينځمه نوموړي د بېروت انسټيټيوت د تحقيقاتي مرکز انلاين غونډې ته وويل، دواړو ملکونو چارواکو ترمینځ خبرې"له يوځل زياتې" شوې دي.

صالح د دواړه خواوو ترمنځ خبرې"مهمې او ګټورې" وبللې خو نوموړي نور جزيات شريک نکړل.

شنونکي وايي، داسې ښکاري چې په واشنګټن کې د انتظاميې د بدلون په غبرګون کې سعودي عرب خپله سيمه ييزه پاليسي بدلوي، ځکه چې په دغه هيواد کې د بشري حقونو په ريکارډ او په سيمه ييزو پاليسيانو يې نيوکې شوي دي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ايران زيات فشار اچولو مهم په چلولو سره په عمومي ډول د سعودي عرب د پاليسيانو ملاتړ کاوه.

خو ولسمشر جو بايډن په دې هڅه کې دی چې له ايران سره نړيواله اټومي موافقه چې پخوانې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ترې په ۲۰۱۸ز کال کې په يو اړخيزه توګه ووت، بيرته بحاله کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG