د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند های کورټ د علي وزير ضمانت رد کړ

علي وزير د ۲۰۲۰ز کال ډېسېمبر ۱۶ باندې په پېښور کې نيول شوی وو. عکس-ارشېف
علي وزير د ۲۰۲۰ز کال ډېسېمبر ۱۶ باندې په پېښور کې نيول شوی وو. عکس-ارشېف

د سيند های کورټ چيف جسټس په مشرۍ دوه کسيزه بېنچ په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي علي وزير په ضمانت د خوشې کولو درخواست رد کړی دی.

عدالت د سږکال مارچ پر پینځمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت د درخواست په اړه فیصله خوندې کړې وه خو په اورولو کې يې ځنډ شوی وو.

د دې لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ، د ټولنيزو رسنيو ځینو فعالانو او د پاکستان وکيلانو اتحاديې مشر لطيف اپرېدي له های کورټه غوښتنه کړې وه چې د ضمانت په اړه دې پرېکړې واوروي.

د هغه وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډيو ته وويل چې د چیف جسټس علي احمد شیخ په مشرۍ جرګګۍ د جون پر لومړۍ نېټه د علي وزير د ضمانت درخواست رد کړی او د ده په وينا هغه به اوس له علي وزير سره تر مشورې کولو وروسته د عدالت د پرېکړې پرضد ښايي سپريم کورټ ته ولاړ شي.

د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه وزیر پر ارمي پبلېک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو څلورم تلین تر غونډې وروسته نیولی وو. پولیسو ویلي ول چې هغه یې د سیند پولیسو په غوښتنه ګرفتار کړی.

کراچۍ احتجاج: د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کسان دې پرېښودل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

د سیند پولیسو پر علي وزیر تور پورې کړی چې د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست ضد وینا کړې وه خو غورځنګ دا تور ردوي او وايي، په اییني او سوله ییزه مبارزه د پښتنو حقونه غواړي.

د علي وزیر تر ګرفتارۍ وروسته په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر نور غړي هم نیول شوي ول چې وروسته عدالت په ضمانت خوشې کړل خو مقدمه یې له څه باندې پینځو میاشتو راهیسې روانه ده.

  • انځور سایز

    نیاز علي

    نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.

XS
SM
MD
LG