د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سږکال ۷۰ ملينه خلکو ته د کورونا واکسين لګولو پلان لري


په لاهور کې یو روغتیاپال یوه ښوونکي ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۸مې انځور.
په لاهور کې یو روغتیاپال یوه ښوونکي ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۸مې انځور.

د پاکستان حکومت وايي، د ۲۰۲۱ز کال تر پايه به اووه کروړه (۷۰ ملينه) کسانو ته کورونا واکسين ورکړي.

د پاکستان د پلان وزير او د کورونا وايرس کنټرول ملي ادارې مشر اسد عمر د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د کورونا واکسينو لړۍ له دې کبله ګړندۍ کوي چې د راتلونکې لوی اختر پر مهال د وړوکي اختر په شان زيات بنديزونه ونه لګول شي.

د نوموړي وينا وه چې تر دې دمه تر ۵۰ لکه زيات کسان واکسين شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کورونا وايرسه ۴۳ کسان مړه شوي او څه باندې ۲،۱۰۰ نور په اخته شوي دي.

دا ډول په دې هېواد کې د جون تر لومړۍ پورې څه باندې نهه لکه ۲۱ زره کسان کورونا وايرس وهلي چې ۲۰،۷۷۹ ورڅخه مړه شوي او تر اته لکه ۴۱ زره څه باندې ورڅخه رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG