د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د 'امن' لپاره ایران،سعودي او امریکا ته استازی لېږم


 د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پراګ ـ په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته ویلي چې ایران، سعودي عرب او امریکا ته لاړ شي.

عمران خان د جنورۍ پر اتمه پر ټویټر ولیکل، د پوځ مشر ته یې ویلي چې د هغو هیوادونو له پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا پیغام ورکړي چې" پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه نه جوړیږي. "

په همدې ورځ د امریکا د دفاع وزر مایک ایسپر هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په منځني ختیځ کې د امنیت پر موضوع ټلیفوني خبرې وکړې. د پوځ د عامه اړیکو دفتر ائي اېس پي ار د جنورۍ پر اتمه پر ټویټر ولیکل چې د امریکا د دفاع وزیر ایسپر د پوځ مشر ته ویلي چې کړکیچ نه غواړي خو د اړتیا پر وخت به په پوره قوت ځواب ورکړي.

" پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه نه جوړیږي. "
عمران خان

دا چې پاکستان په رشتیا هم د کړکېچ په کمولو یا ختمولو کې څومره او څه رول ترسره کولی شي؟ کارپوهه عایشه صدیقه وایي، پاکستان پر دواړو خواوو یوازې د امن غږ کولی شي او له دې پرته نور هیڅ نشي کولی. هغه وایي، که پاکستان یو لور ته د سعودي عرب له خبرې نشي تېریدلی او پر فشار یېپه ملایشیا کې د اسلامي هیوادونو په غونډه کې شریک نه شو، نو بل خوا د ایران ګاونډي او د ګڼو شیعه ګانو ملک هم دی.

"په پاکستان کې شیعه ګان او هم سنیان د امریکا نه خفه دي. که کړکیچ زیاتیږي نو مظاهرې به کیږي او ولس به پر پاکستان فشار راوړي چې له امریکا سره اړیکې ختمې کړي خو د پوځ مشر کوشش کوي چې له امریکا سره یې اړیکې ښې وساتي، نو ځکه پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ په کمېدو کې خپله ګټه ویني."

د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې پاکستان د سعودي عرب او ایران ترمنځ د کړکېچ کمېدو کې د کردار لوبولو ویلي ول او وزیراعظم عمران خان د تهران او ریاض سفرونه هم کړي، خو لاسته راوړنې یې نه دي لرلي.

په اسلام اباد کې کارپوهه طاهر خان وایي، نه یوازې د پاکستان او سعودي اړیکي ډېرې ښې دي بلکې د سعودي د متحد امریکا او د پاکستان پخوانۍ سړی اړیکي هم په ورستیو کې ښې شوي دي. امریکا د پاکستاني پوځ لپاره کنګل کړی روزنیز پروګرام بیا بحال کړی دی، د هغه په خبره پاکستان د بې طرفه پاتې کېدو هڅه کوي خوکه کړکیچ زیاتیږي نو یو لوری به خامخا اخلي.

"لومړی خو داسې نه ښکاري چې دا کړکېچ به نور زیات شي ځکه چې د نني برید وروسته ایران وویل چې جګړه نه غواړي، امریکایي چارواکي هم ورته بیانونه ورکوي خو که کړکیچ زیاتیږي او جګړې ته رسي نو سوال نه پېدا کیږي چې پاکستان به بې طرفه پاتې شي."

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سلاکارې ، د پوځ د عامه اړیکو دفتر او د بهرنیو چارو وزیر په بیا بیا ویلي چې اسلام اباد په روان کړکېچ کې کوم لوری نه اخلي.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلی شوی چې امریکا په یوه ډرون حمله کې د ایران لوړ پوړی پوځي کمانډر قاسم سلیماني ووژلو. د دې په غبرګون کې ایران د جنورۍ پر اتمه په عراق کې د امریکا په دوه پوځي اډو راکټي بریدونه وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG