د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټران له کورونا د مړو شوو ټولو روغتيايي کارکوونکو لپاره معاوضه غواړي


روغتيايي‌کارکوونکي د کورونا وژلي تن مړی وړي
روغتيايي‌کارکوونکي د کورونا وژلي تن مړی وړي

د خیبرپښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیه، پروفیشنل ډاکټرز ایسوسي ایشن وايي د تیر کال مارچ میاشت راهیسې په صوبه کې کورونا وایرس تراوسه ۱۰۲ روغتيايي کارکوونکي وژلي.

په دوی کې ۶۶ ډاکټران دي. پاتې پېرامیډیکس، نرسان او نور روغتيايي‌کارکوونکي دي. د پروفیشنل ډاکټرز ایسوسي ایشن مشر ډاکټر زبیر ظاهر د مې پر اتمه مشال رېډيو ته وويل چې حکومت باید د کورونا په حالاتو کې وژل شوو ټولو صحي کارکوونکو ته معاوضې ورکول یقیني کړي. د هغه په خبره حکومت د ژمنو باوجود یوازې د ۳۶ سرکاري اسپتالونو ډاکټرانو کورنیو ته د معاوضو ورکولو لپاره فهرست جوړ کړی دی.

نوموړي وويل: ((زیاتره ډاکټران په او پي ډي کې د کار کولو له وجې مړه شوي دي. په دې ډاکټرانو کې شخصي، سرکاري او ریټایرډ ټول شامل دي. حکومت موږ ته ویلي ول چې مړه شوو ډاکټرانو ته به معاوضه ورکوو خو تر اوسه په ۶۶ ډاکټرانو کې یوازې د حیات اباد میډیکل کمپلیکس ډاکټر محمد جاوید کورنۍ ته روپۍ ورکړل شوي دي.))

تر اوسه پورې ډېرو روغتيايي‌کارکوونکو ته د کورونا وایرس ضد واکسين نه دې شوي. د واکسينو په کولو سره د مرګ خطر ختمېږي
ډاکټر زبیر

ډاکټر زبیر ظاهر زیاته کړه د يو عام تن په مقابله کې ډاکټران څو چنده زیات د کورونا وايرس لګېدو له خطر سره مخامخ دي نو ځکه یې بايد حکومت ډير خيال وساتي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کورونا وایرس واکسين پېل شوي او په لومړي سر کې روغتيايي‌کارکوونکو ته کېدل، د پیښور لیډي رېډنګ روغتون کې د کورونا مخنیوي څانګې مشر ډاکټر محمد زبیر وايي داسې ښکاري چې ډیری مړو شوو ډاکټرانو ته د کورونا ضد واکسین نه وو ورکړل شوي.

نوموړی زیاتوي اوس هم د روغتیا ګڼو کارکوونکیو ته واکسین نه دې شوي. ((د کورونا ایرس په لومړۍ څپه کې دوو ډاکټرانو ته صدارتي جایزې ورکړل شوې وي خو تر هغې وروسته د وایرس له وجې یو وژل شوي ډاکټر ته هم د حکومت له اړخه څه نه دې ترلاسه شوي. ما پخپله درې ځله کورونا ناروغي تیره کړې ده. ))

ډاکټر محمد زبیر زیاتوي د کورونا ضد واکسینو وروسته دا ناروغي بیا هم کېدلی شي خو بیا ترې مریض ډير نه په عذابیږي او د مرګ امکانات پکې هم ختم شي.

په دیر ضلعه کې د یو شخصي اسپتال مشر ډاکټر مزمل شاه بیا وايي چې د روغتیا کارنکیو ته د حکومت له اړخه د خونديتوب سهولتونه ورکړل شوي خو د وایرس د زیاتېدو له وجې د روغتیا کارکوونکي اکثره د خطر لاندې وې.

هغه د مې په اتمه مشال رېډيو ته وويل: (( پاکستان ته واکسین ناوخته راغلل او اوس هم د روغتیا زیاتره کارکونکو ته واکسین نه دې ورکړل شوي. د سرکاري روغتونونو صلاحیت دومره نه دی چې د وبا پر مهال حالت قابو کړي نو زیاتره مریضان شخصي اسپتالونو ته هم راځي او موږ هم خدمات ورکوو نو د شخصي روغتونونو ډاکټران که د کورونا وجې مړه شوي باید چې هغوی ته هم مالي معاوضې ورکړل شي ځکه چې د پاکستان د ولس ته یې خدمات ورکړي دي.))

له کورونا وایرسه د شخصي روغتونونو وژل شوو ډاکټرانو ته هم بايد معاوضه ورکړل شي
ډاکټر مزمل شاه

خو د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي‌د اوس لپاره د حکومت مالي معاوضې يوازې د سرکاري ډاکټرانو لپاره دي.

د کورونا مخنیوي څانګې مشر ډاکټر اکرام الله د مې په اتمه مشال رېډیو ته وویل چې دا مهال په صوبه کې د کورونا وایرس له وجې ۲۷ سرکاري ډاکټران او د روغتیا نور کارکوونکي مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه حکومت یوازې د هغو سرکاري ډاکټرانو لپاره د اوو ملینه روپو شهدا پیکچ مالي مرستو اعلان کړې چې د کورونا د ناروغانو درملنې یا د ډیوټۍ پر مهال ورته وایرس لګیدلې وې او مړه شوې وي. د هغه په وینا د شهدا پيکج پیسې جدا دي لکه د سرکاري نوکرۍ د نورو مراعاتو پرته دي.

صابن زما قانون!
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG