د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنيوي لپاره نور بندیزونه اعلان کړل


په کراچۍ کې يوه مېرمن د واکسينو په انتظار ناسته ده
په کراچۍ کې يوه مېرمن د واکسينو په انتظار ناسته ده

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د مې مياشتې له اتمې تر شپاړسمې پورې د صوبو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې (نېشنل کمانډ او اپرېشن سنټر) تر غونډې وروسته د اپرېل په ۲۸مه د کورنيوو چارو له محکمې خپاره شوي نوټيفیکېشن کې راغلي‌چې د اختر په ورځو کې به پر سېلګرۍ هم بندیز وي. همداراز به د ضلعو ترمنځ د سورلۍ ګاډو ته د تګ راتګ اجازه نه وي.

د پاکستان روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره ضرور ده چې ماسکونه وکارول شي، لاسونه بيا بیا په صابن ومينځل شي او له يوه بله فاصله وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کورونا وایرسه ۲۰۱ کسان مړه شوي دي. د پاکستان د روغتيا څانګې د وېبپاڼې تر مخه دغه وایرس په تيرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه زره دوه سوه او دوه نوي (۵،۲۹۲) کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اختو کسانو ټول شمېر اته لکه او څه باندې ۱۰ زرو ته رسېدلی.

د اپرېل تر ۲۸ مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۱۷ زره پنځه سوه او ۳۰ کسان مړه شوي خو څه باندې اووه لکه ترې بېرته رغېدلي هم دي.

په همدې حال کې د واکسينو لګول هم دوام لري. د روغتيا په برخه کې د وزیراعظم عمران خان سلاکار، ډاکټر فېصل سلطان د اپرېل په اته ویشتمه پر ټويټر ليکلي چې تر اوسه یې دوه ميليونه واکسين خلکو ته کړې دي او دا چاره لا روانه ده.

خو د پاکستان وفاقي حکومت په دې هېواد کې د کېمبرج د امتحانونو په ګډون د لسم دولسم او نور ټول امتحانونه د جون پنځلسمې او د کېمبرج او لېول او ای لېول امتحانونه د اکتوبر او نومبر پورې ځڼډولي دي.

د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د اپرېل په ۲۷مه په اسلام اباد کې د صحت د چارو لپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار ډاکټر فېصل سلطان سره په ګډه خبري کانفرنس کې وویل چې په پاکستان کې د کورونا کېسونه ورځ تربلې زیاتېږي نو ځکه حکومت د امتحانونو ځنډولو فېصله وکړه.

حکومت لاوار دمخه په هغو ښارونو کې سکولونه او تعلیمې ادارې تر وړوکي اختره تړلي چې د کورونا وایرس کېسونه پکې زیات دي.

XS
SM
MD
LG