د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بورډ امتحانونه له ۱۵م جون وروسته پیلېږي


شفقت محمود دا پرېکړه يې د ټولو صوبو د تعليم وزيرانو په غونډه کې کړې ده.
شفقت محمود دا پرېکړه يې د ټولو صوبو د تعليم وزيرانو په غونډه کې کړې ده.

د پاکستان د تعليم وزير ويلي چې په ټول هېواد کې به د بورډ امتحانونه له ۱۵م جون وروسته پيلېږي.

شفقت محمود د مې پر شپږمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دا پرېکړه يې د ټولو صوبو د تعليم وزيرانو په غونډه کې کړې ده.

نوموړي زياته کړې چې دوی له نهم جماعت څخه بيا تر ۱۲م جماعت پورې د زده کوونکو ازموينو ته لومړيتوب ورکوي چې دا ډول هغوی په پوهنتونونو کې پر وخت داخلې واخلي.

د پاکستان تعليم وزارت له دې وړاندې د اپرېل پر ۲۷مه په دې هېواد کې د کورونا وايرس په پېښو کې زياتوالي ته په کتو د کېمرج تعليمي نظام په ګډون د ټولو امتحانونو ځنډولو پرېکړه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG