د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان۴۰ کلنو ته د کورونا وایرس واکسين لګول پېلوي


په پېښور کې يو تن ته واکسين کېږي
په پېښور کې يو تن ته واکسين کېږي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هر هغه څوک چې عمر یې څلويښت کاله یا له څلويښتو کلونو زیات وي، سر له نن څخه د کورونا وایرس واکسينو لپاره ځان رجسټرډ کولی شي.

د پلان وزیر اسد عمر د اپرېل په ۲۶مه پر ټويټر ليکلي‌چې دا پرېکړه نن د کورونا وایرس سره د ملي مبارزې په مرکز کې شوې ده. تر دې مخکې شپېته کلنو او بيا پنځوس کلنو ته د واکسينو کول پېل شوي وو.

بلخوا د خیبرپښتونخوا له مردان ضلعې څخه د ډېرو کیسونو راتللو له وجې حکومت هلته د نورو بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده. د مردان ډپټي کمیشنر حبیب الله عارف د اپرېل په ۲۶مه مشال رېډيو ته وويل چې تر یوې هفتې پورې به هيڅوک بې ضرورته له کورونو نه راوځي. د نوموړي په وېنا يوازې د درملو، خوراکي مواد، تېلو او داسې نورو انتهايي ضروري شيانو اخیستو لپاره به خلک له کوره وتلی شي.

عارف زیاتوي چې پوليس او ايف سي ځواکونو دوی سره د دې لارښوونو د عملي کولو لپاره مرسته کوي. ((که ضرورت وو نو بندیې له یوې هفتې زیاتولی شو. لږه موده مخکې د مردان په هسپتالونو کې د اکسیجن کمی وو خو اوس دا مسله حل شوې ده. مګر بیا هم بايد خلک د حکومت په لارښوونو عمل وکړي.))

د خېبر پښتونخوا حکومت د اپرېل په ۲۵مه د نامعلومې مودې لپاره د تعليمي ادارو د تړلو حکم کړی وو.د سيند حکومت هم ويلي چې د کورونا وايرس زیاتېدونکيو پېښو له کبله به د ټولې صوبې تعليمي ادارې بندې وي.

د سيند حکومت وياند مرتضی وهاب د اپرېل پر ۲۶ مه نېټه پر ټويټر ليکلي چې په دفترونه کې به يوازې هغه ۲۰ فيصده کارکوونکي د کار اجازه ولري چې ورته اړتيا ليدل کېږي. نوموړي وویل، د اپرېل له ۲۹مې به د سيند د هېواد له نورو صوبو سره د سورلۍ ګاډو تګ راتګ بند وي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي حکومتي‌ویبسایټ ليکلي‌چې د اپرېل تر ۲۶مې پورې په ټول ملک کې پر دې وبا څه دپاسه اته لکه کسان اخته شوي، ۱۷۱۸۷ ترې مړه شوي خو شپږلکه څلور نوي زره ترې روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG