د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران له پاکستانه سره پوله تړلې ده


د پاکستان او ايران ترمنځ د لارو تړل کېدو وروسته په مالونو بار ګاډي ولاړ دي.ارشېف-عکس
د پاکستان او ايران ترمنځ د لارو تړل کېدو وروسته په مالونو بار ګاډي ولاړ دي.ارشېف-عکس

ايران د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر له پاکستان سره خپله پوله د عامو خلکو پر مخ تړلې البته تجارت به ازاد وي.

په تفتان کي یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د اپرېل پر ۲۹ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د تفتان لار د اپرېل پر ۲۸ بنده شوې چې تر يوې اوونۍ پورې به تړلې وي.

د چاغي ضلع ډپټي کمشنر اغا شېرزمان مشال راډیو ته د ايران او پاکستان ترمنځ د سرحد د تړل کېدو تصديق وکړ البته وې ويل چې د تفتان له لارې دوه اړخيزه تجارت په عادي توګه روان دی.

د ده په خبره،

"يوازې د عامو خلکو تګ راتګ بند دی ځکه چې هغوي ښارونو او کليو ته ځي راځي خو تجار بیا يوازې د پولې يوې بلې غاړې ته اوړي راوړي."

نوموړي زياته کړه هغه پاکستان چې دا مهال په ايران کې دي يا هغه ايرانيان چې په پاکستان کې دي کولای شي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

تېرکال هم د پاکستان او ايران ترمنځ له هغه وروسته پوله وتړل شوه کله چې په ايران کې کورونا وبا خپره شوه او اسلام اباد هلته د ورغليو پاکستانيانو پر بېرته ورتګ بنديز لګولی وو. ايران ته د ورغليو زیارت کوونکيو تر ستنېدو وروسته د چارواکيو په وينا په پاکستان په تېره بیا په بلوچستان کې کورونا په تيرۍ سره خپره شوې وه.

حکومت د زیارت کوونکيو لپاره پر پوله قرنطين مرکزونه جوړ کړي ول خو وروسته يې خلک پرېښودل چې کورونو ته ستانه شي.

خو د سږکال جنورۍ مياشت کې ايران پر پوله تجارت ته اجازه ورکړه البته پر ورتلونکيو زيارت کوونکيو يې بنديز لاهم پر ځای وساتلی.

ايران اوسنۍ ګام په داسې حال کې اخيستی چې په پاکستان کې د کورونا وبا دريېمه څپه ډېره په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د دې هېواد د روغتيا وزارت د اپرېل پر ۲۹مه نېټه پر خپله ويب پاڼه ليکلي چې په پاکستان کې کورونا وايرس په تېر شواروز کې ۱۵۰ کسان وژلي دي چې ورسره د کووډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ټولو مړو شويو کسانو شمېر شاوخوا ۱۷ او ۷۰۰ ته رسېدلی دی.

وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې تر پینځه زره ۵۰۰ زیات نور کسان کورونا ځپلي دي شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر تر اته لاکه ۱۵ زره اوښتی دی خو البته په دې هېواد کې له اوه لاکه ۸۰۰۰ څخه زيات کسان له دې ناروغۍ رغېدلي هم دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG