د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په ۲۷ ضلعو کې د ټولو تعلیمي ادارو تړلو امر شوی


حکومت وايي، ښوونځي یې د کورونا وایرس پېښو کمولو لپاره تړلي - د ارشیف انځور.
حکومت وايي، ښوونځي یې د کورونا وایرس پېښو کمولو لپاره تړلي - د ارشیف انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت یو ځل بیا د اپرېل له ۲۶مې د صوبې په ۲۷ ضلعو کې ټولې تعلیمي ادارې تر نامعلومې مودې تړلې دي.

د تعلیم صوبايي وزارت وايي چې په کومو ضلعو کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو کچ تر پنځه فیصده کمه وي هلته به سکولونه پر حکومتي لارښوونو د عمل باوري کولو په شرط خلاص وي.

د دوی په وینا، په پاتې ضلعو کې به له های سکولونو سره پرایمري او مډل سکلونه هم تر هغه وخته بند وي چې حکومت یې د بیا پرانیستلو پرېکړه نه وي کړې.

وزارت دا پرېکړه په پاکستان کې د کورونا د څار مرکزي ادارې (این سي او سي) د لارښوونو په رڼا کې کړې ده.

د پېښور په خیبر میډیکل کالج کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې غړی ډاکټر اعجاز یوسفزی وايي، دا ډېره ضروري پرېکړه ده خو حکومت ته په کار ده چې د تعلیم متبادلو لارو ته هم پاملرنه وکړي.

ده وویل، "تاسو یې وګوری چې په ځینو روغتونونو کې ۸۰ فیصده، ځینو کې ۹۰ او په ځینو کې ۱۰۰ فیصده کټونه ډک دي او هم داسې د اکسیجن استعمال ۹۰ فیصده ته رسېدلی."

ده زیاته کړه چې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه هېڅ وړاندوینه نشي کېدای چې څه به کېږي نو ځکه حکومت باید پر متبادلو لارو هم غور وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو اتحاديې (پین) جنرل سیکریټري سید انس تکریم کاکاخېل د حکومت دا پرېکړه غندلې ده.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې حکومت د تعلیم په اړه نه سنجیده دی او نه دا د دوی لومړيتوب دی.

ده وویل، حکومت ځکه تر هر څه وړاندې تعلیمي ادارې بیا بیا بندوي چې ورسره د صوبې تعلیمي نظام د ګډوډۍ ښکار شي.

ده وویل، "موږ نه له وبا، نه د دې له کبله له نقصاناتو او نه یې له خطرو انکاري یو خو موږ دوی ته یو متبادله منصوبه په لیکلو کې هم ورکړې ده خو حکومت سنجیده نه دی."

کاکاخېل زیاته کړه چې حکومت که سکولونه بندوي نو ورسره باید نور ځایونه هم بند کړي.

خو ډاکټر اعجاز د کورونا وایرس مخنیوي لپاره حکومتي ګامونه کافي نه بولي او وايي چې تر څو مکمل ټولبند نه وي لګول شوی تر هغه وخته د حالات نشي سمېدای.

ده وویل، "دلته ټول خلک په ټولبند عمل هم نه کوي چې شپږ بجې شي نو څه دوکانونه بند شي او څه نه، نو چې کم خلاص وي ټول رش هغوی یو څو دوکانونو ته ورشي نو دا نور هم خطرناکه خبره ده."

د سرکاري شمېرو له مخې د اپرېل تر ۲۵مې په خیبر پښتونخوا کې په کورونا د اخته شویو شمېر تر ۱۱۳،۰۰۰ اوښتی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي چې که حالات نور خرابیدو پر لور روان وي نو مکمل ټولبند به لګوي.

XS
SM
MD
LG