د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طورخم پر لار د ماسک اغوستل او طبي معاينه لازمي شوه


 پر طورخم د يو تن تبه کتل کېږي (پخوانی تصویر)
پر طورخم د يو تن تبه کتل کېږي (پخوانی تصویر)

پاکستاني چارواکي وايي له افغانستانه د طورخم پر لار ورتلونکي هر تن طبي معاينه به کېږي او که په چا کې د کورونا وایرس نښې وليدل شي، هغه به ستنول کېږي.

د خیبر ضلعې ډپټي کمشنر ارشد منصور د اپرېل په ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې تر دې وروسته بايد هر ورواوښتونکی کس ماسک واغوندي او که چا نه وو اغوستی نو پاکستان ته به ورننوتلو ته نه پرېښودل کېږي.

د کورونا وایرس نښې

  • زکام
  • تبه
  • ټوخی
  • د ستوني درد
  • ستړيا

منصور زیاته کړه چې دا نوي شرطونه په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخ پر زیاتېدونکو کېسونو د کنټرول لپاره ضروري دي.تر دې مخکې د پاکستان حکومت ويلي وو چې په طورخم کې که په چا کې د کورونا وایرس نښې وليدل شي، هغه به نيزدي ځانګړي شوي روغتون ته د قرنطین او ټيسټ لپاره وړل کېږي.

د ارشد منصور په خبره کوښښ کوي چې د کورونا وایرس د خپرېدو سببونه ختم کړي. د دې لپاره، د هغه په وينا، ضروري ده چې خلک ماسک واغوندي، په صابن بیا بيا لاسونه ومينځي او له یوه بله فاصله وساتي.

د لواړګي يو سوداګر، اخترعلي شینواري د اپرېل په ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې حکومت ته پکار دي چې پر طورخم د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره د پاسپورټ‌او وېزې کتلو لپاره نور افسران کښېنوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي ویب سایټ ليکلي چې د اپرېل تر اته ویشتمې پورې اته لکه، لس زره، يو سل درویشت کسان په کورونا وایرس اخته شوي، اولس زره، پينځه سوه، دېرش ترې مړه شوي او اوه لکه، څلور نيم زره ترې رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG