د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره پر پوله اغزن تار به تر جونه بشپړ شي


په بلوچستان کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان اغزن تار
په بلوچستان کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان اغزن تار

د پاکستان کورنيوو چارو وزیر شېخ رشید وايي افغانستان سره په پوله د اغزن تار لګولو کار د روان کال تر جون میاشتې پورې مکملېږي.

د اپرېل په يوولسمه، شېخ رشيد په کراچۍ کې خبر یالانو ته وويل چې ايران سره پر پوله هم د اغزن تار لګول پېل شوي دي.

د نوموړي په خبره پر پوله لګول کېدونکي اغزن تارونه به د وسله والو او قاچاقبرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

افغان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول د ترهګرۍ حل نه ګڼي او وايي د دې لپاره دې پاکستان د وسله والو د ملاتړ پاليسي بدله کړي. اسلام اباد دريځ لري چې پر افغان طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG