د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني چارواکي اندېښمن دي چې کورونا به زیات خلک ووژني


د ایران د روغتيا وزارت د اپرېل ۲۶ مې شمېرې ښيې چې په تېر شواروز کې له وايرسه د وژل شويو کسانو شمېر ۴۹۶ ته لوړ شو.
د ایران د روغتيا وزارت د اپرېل ۲۶ مې شمېرې ښيې چې په تېر شواروز کې له وايرسه د وژل شويو کسانو شمېر ۴۹۶ ته لوړ شو.

ايراني چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي په دغه هېواد کې په راتلونکيو اوونيو کې له کورونا وايرسه د خلکو مړينه زياته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۶مه نېټه په ايران کې په يوه ورځ کې د وبا له کبله تر ټولو زيات خلک مړه شوي ول.

د روغتيا وزارت د اپرېل ۲۶ مې شمېرې ښيې چې په تېر شواروز کې له وايرسه د وژل شويو کسانو شمېر ۴۹۶ ته لوړ شو.

له دې سره په دې هېواد کې د وبا له کبله د ټولو مړو شمېره ۷۰ زره او ۷۰ ته رسېدلې ده. هم په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۱ زره زيات نور کسان وبا ځپلي ول چې ورسره په وايرس د اخته ټولو کسانو شمېر ۲۴ لاکه ته رسېدلی وو. خو ځينې چارواکي مني چې د وایرس ځپلو اصلي شمېره تر دې هم زياته ده.

د صحت مرستيال وزير ایرج حرير خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو لږ تر لږه دوو اوونيو کې د مړو شمېر زيات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG