د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم دې "جنسي تېری د جامو سره تړلو" په بیان بخښنه وغواړي: د بشري حقونو کمېشن


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د انساني حقونو لپاره نورو کارکوونکو د جنسي تيري په اړه د وزیراعظم عمران خان څرګندونې غندلې او له هغه یې غوښتنه کړې چې بخښنه دې وغواړي.

د اپرېل په څلورمه پر ټيليويژن په ژوندۍ بڼه خپرېدونکي د خلکو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په پروګرام کې د عمران خان کړو خبرو په اړه دې کمېشن ويلي چې دا څرګندونې د منلو وړ نه دي. د پاکستان بشري حقونو کمېشن د اپرېل په شپږمه پر ټويټر زیاته کړه چې ‌له همدې امله بايد وزیراعظم خپلې خبرې واپس واخلي.‌

وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې که ښځه پرده وکړي نو په ټولنه کې به جنسي تيري ته هڅونه نه کېږي. په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظيم، ومين ايکشن فورم د نوموړي دا څرګندونې غير زمه وارانه وبللې. دوی هم پر ټويټر ليکلي چې دا خبرې پړه د جنسي تيري پر قربانیانو اچوي. دوی هم له وزیراعظمه غوښتنه کړې چې بخښنه دې وغواړي.

تر دې وروسته چې څوک جنسي تېری کوي نو د دې بيان شاته به پټېږي او وايي به چې د ښځو جامې سمې نه وي ځکه مې جنسي تېری پرې وکړ
طاهره کليم

د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۲۰ کال په اخره کې تر هغې وروسته د جنسي تيري د مخنيوي قوانين سخت کړل چې په دې وروستيوو کې ځينو پېښو پر ټولنيزو رسنيوو ډېر شور جوړ کړ. په دې کې تېر کال د لاهور پر موټروې شوې هغه پېښه هم شامله ده چې د دوو ماشومانو مور د هغوی په مخکې د جنسي تيري ښکار شوه. دې مېرمنې ته په ګاډي کې تېل ختم شوي وو. وروسته عدالت دې دوو تيري کوونکو ته د مرګ سزا واوروله.

په پېښور کي د بشري حقونو یوه مدني فعاله طاهره کلیم له همدې کبله د وزیر اعظم عمران خان څرګندونه حېرانه کړې ده. هغې د اپرېل په اوومه مشال رېډيو ته وويل چې يو خوا حکومت د جنسي تيري کوونکو لپاره د سختو سزاوو خبرې کوي چې جنسي تېري کوونکو ته جواز برابروي. ((تر دې وروسته چې کوم کسان په زور د ښځو سره جنسي تېری کول غواړي نو هغوی به د دې بیان شاته پټېږي او بیا به وايي چې ددغه ښځې لباس سم نه وو نو ځکه ورسره زه جنسي تېري کولو ته وهڅېدم.))

د وزیراعظم عمران خان پر څرګندونو له دې امله هم د بشري حقونو فعالانو ډېرې نيوکې کړې چې په پاکستان کې په دې وروستيو کې پر ماشومانو هم د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې دي. د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکی، عمران ټکر وايي‌که د جامو خبره وي‌نو بيا خو به پر ماشومانو جنسي تېری نه کېده. هغه د اپرېل په اوومه مشال رېډيو ته وويل: ((په ۲۰۱۶ کال کې په خيبر پښتونخوا کې د ۳۲۳ ماشومانو سره د جنسي تېري کولو پېښې مخې ته راغلې وي. د جنسي تېري ډېر نور سببونه دي. پر ماشومانو له جنسي تېريوو معلومېږي چې خبره د کوم خاص لباس د اغوستلو يا پردې کولو نه ده.))

ده نيوز ورځپاڼې د بشري حقونو ادارو او خبري راپورونو په بنياد خپرو کړو شمېرو ترمخه له ۲۰۱۴ کال تر ۲۰۲۰ کال نومبره پورې په پاکستان کې د جنسي تېري ۲۲۵۰۰ کېسونه راپور شوي وو. د ورځپاڼې ترمخه يوازې ۷۷ کسانو ته عدالتونو سزا ورکړې وه او د نورو مقدمې روانې وي. دغو هېښوونکو شمېرو ته په کتو د ۲۰۲۰ کال په دیسمبر میاشت کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د يو فرمان له لارې پر هغه مسوده لاسليک وکړ چې د جنسي تيري قرباني شوو مقدمې به زر فېصله کېږي. همداراز حکومت د روان کال په مارچ کې د ملک په هرې ضلعه کې د جنسي تېري قربانيانو لپاره د بيړنيوو حالاتو څانګې جوړه کړې دي.

د وزیراعظم بيان په غلط ډول وړاندې شوی دی
د تحريک انصاف غړې، عایشه بانو

ووزیراعظم عمران خان که څه هم د خپلو خبرو وضاحت نه دی کړی او نه یې هم د بخښنې غوښتو د مطالبو په اړه غبرګون ښودلی خو په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف غړې عایشه بانو د اپرېل په اوومه مشال رېډیو ته وویل چې پر ټیلیویژن د وزیر اعظم عمران خان څرګندونې په غلط ډول وړاندې شوې دي. ((د وزیر اعظم خبرې یوازې د پردې سره محدود کول نه دي پکار بلکې د هغه د خبرې یو لوی تناظر دی. خان صېب دا خبره کړې ده چې په ټولنه کې فحاشي زیاته شوې ده او هغه تاسو ګورئ چې هر لوی او ماشوم سره انټرنیټ او موبایل دی. نو هره خبره داسې منفي اړخ ته وړل نه دي پکار. زه هم دا منم چې یو ماشوم هلک هم د جنسي تېري ښکار کېدای شي او يا د دوه یا دریو کالو ماشومه به د څه پرده کوي؟))

عایشه بانو په‌پاکستان کې د فحاشۍ او جنسي تيري سره د انټرنيټ‌ او موبایل د تړاو کوم ثبوت وړاندې نه کړ. د ډيجيټل پاکستان په نامه سرکاري ادارې تر مخه په دې هېواد کې ۷۷ ميليونه خلک انټرنيټ استعمالوي. د دې ادارې پر ویبپاڼه ليکل شوې چې انټرنيټ د کاروبارکولو، زده کړو، معلوماتو حاصلولو او خپلو خپلوانو سره د پېغام رسولو لپاره کارېږي.

ً"د جنسي تېري ضد پېښو مخنیوي په اړه باید عملي کار وشي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG