د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان قلات کې یو  ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی دی


د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې وايي په پاکستان کې پر ماشومانو د تېري پېښې زیاتې رپورټ کېږي - د ارشیف انځور
د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې وايي په پاکستان کې پر ماشومانو د تېري پېښې زیاتې رپورټ کېږي - د ارشیف انځور

له کوټې سوهېل لور ته ۱۳۸ کیلومیټره لیرې په قلات کې یو اته کلن ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی دی.

د سیمې پولیس چارواکې وايي، دغه ماشوم د ګل پر ورځ ورک شوی و چې پرون ( د اکتوبر پر ۲۷مه) یې مړی د قلات په غرییزه سیمه کې موندل شوی.

د ماشوم پوسټ مارټم رپورټ ښيي چې پر ماشوم جنسي تېری شوی وو.

په کوټه کې د ماشومانو ژغورنې ادارې (چایلډ پروټېکشن )شمېرې ښيي چې روان کال په بلوچستان کې پر ماشومانو د  جنسي تیري ۲۸ پیښې رپورټ شوي دي. 

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواني نن ( د اکتوبر پر ۲۸مه) له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل چې ځايي پولیسو له پېښې سره په تړاو نهه مشکوک کسان ګرفتار کړي دي چې پکې د ماشوم خپلوان هم شامل دي.

د روانې میاشتې پر ۱۴مه نېټه بلوچستان های کورټ په صوبه کې له ماشومانو سره د جنسي تېرې ورپسې د وژنو پر زیاتېدونکو پېښو سخته خواشیني څرګنده کړې وه. چیف جسټس جمال خان مندوخېل او جسټس عبدالحمید بلوڅ له لوري په جاری شوي بیان کې ویل شوي وود های کورټ ججانو، د صوبې کمېشنرانو او د پولیسو ډی ای جیانو د جنسي تېري پېښو مخنیوي لپاره د ځانګړو ګامونو اخېستو او په دې اړه و عدالت ته د رپوټ وړاندې کولو امر شوی وو.

های کورټ د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه د قلعه عبدالله په مېزۍ اډه سیمه کې له یوه اته کلن ماشوم سره د جنسي تېري او وروسته د وژنې پر پېښه د های کورټ رجسټرار ته امر کړی وو چې د صوبو په ټولو کښته عدالتونو کې دې د جنسي تېري او ورپسې د وژنو پېښې راټولې کړي چې ژر تر ژره ورباندې کارروايي وکړي.

یاده دې وي چې پولیسو د انعام الله د قتل په تور کې د هغه دوه خپلوان نیولي هم دي.

په کوټه کې د ماشومانو ژغورنې ادارې (چایلډ پروټېکشن )شمېرې ښيي چې روان کال په بلوچستان کې پر ماشومانو د جنسي تیري ۲۸ پیښې رپورټ شوي دي. د ادارې مشر ابوالحسن پېښې تر دې هم ډېرې دي خو د قبایلي ټولنې او پیغور له لاسه یې ډېرې کورنۍ پټې ساتي.

XS
SM
MD
LG