د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر ښځو تشدد تېرو درېوو میاشتو کې ۲۰۰٪ زیات شوی


پاکستان: کراچۍ کې ښځو او نجونو په پنجاب کې پر موټر وې د یوې مېرمنې ډله ییز جنسي تېرې پرضد په احتجاج راوتي: ۲۰۲۰ز کال، ۱۲م سېپټمېمبر
پاکستان: کراچۍ کې ښځو او نجونو په پنجاب کې پر موټر وې د یوې مېرمنې ډله ییز جنسي تېرې پرضد په احتجاج راوتي: ۲۰۲۰ز کال، ۱۲م سېپټمېمبر

هر کال ۲۵ م نومبر پر ښځو د تشدد، له دوی سره د زور زیاتي، جنسي تشدد او د ښځو خلاف د هرقسم د تشدد د مخنوي د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو کارکونکې ادارې وایي سږکال د کورونا وایرس له وجې هم پر ښځو د تشدد په پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی دې.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي پر ښځو د هر قسمه تشدد د مخنیوي په اړه په بېلا بېلا قوانینو کار کوي، خو د بشري حقونو کارکونکي وایي پر قوانینو پوره عمل نه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پېل کې د بشري حقونو د څار ادارې (هیومن رایټس واچ) په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په پاکستان کې د ناموسي وژنو خلاف د قانون جوړېدو وروسته هم په دغه هېواد کې د ناموسي وژنو او پر دوی د تشدد پېښې مخې ته راځي.

د سوات یوه اوسېدونکې صایمه ناز وایي په ۱۳ کلنۍ کې یې واده وشو او له هغې وروسته د خاوند او د سخرګنۍ د وهلو او په کور دننه پر دې د تشدد وروسته یې خپل کور پرېښود او د پلار کره کېښناسته.

د نومبر پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې صایمه ناز وویل، کله چې یوه نجلي ودېږي نو مور پلار ورته وایي چې سره جوړه کې به ځې او سپینه کې به راځې، او هم دا وجه ده چې ډېرې نجونه/جینکۍ له واده وروسته پر خپل ځان د تشدد پېښو په اړه خپلې کورنۍ ته حال نه شي ویلی.

صایمه وایي په سوات کې د ماشومانو نجونو د ودولو رواج عام دی، پخپله د دې څلور نورې خویندې هم تر ۱۸ کلنۍ په کمعمر ود شوي دي. هغه وایي په کور دننه پر دې دومره تشدد شوی دې چې د دې په فکر اوس یې ذهني حالت هم سم کار نه کوي: ''پر ما خاوند او خسرګنۍ دومره تشدد کړی او زه یې وهلی یم چې کله کله زما مازغه کار نه کوي، ما درې کاله هلته تېر کړل اوس د پلار کره راغلې یم او واپس کله هم نه ځم.''

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي په ۲۰۲۰ م کال کې داسې ګڼې پېښې مخې ته راغلې چې پکې پر ښځو تشدد، له دوی سره د جنسي زیاتي، د پت په نوم وژنې، د خوښې د واده کولو په سر وژنې او د کار په ځایونو یا تعلیمي ادارو کې د دوی د ځورونو پېښې شاملې دي. په مالاکنډ کې د ښځو د حقونو یوه کارکونکې نیلم رحیم د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل د کورونا وبا له وجې هم په کورونو کې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوي دي: ''داسې کېسونه مخې ته راغلي چې خلکو د غربت له وجې وړې لوڼه واده کړې، په روان کال کې د خلکو مالي مسلې زیاتې شوې او دغې د ښځو ژوند هم له کړاو سره مخامخ کړ.''

په پاکستان کې روان کال پر ښځو د تشدد او د جنسي زور زیاتي خلاف د ملک په یو شمېر ښارونو کې له هغې وروسته مظاهرې شوې چې د تېر سېټېمبر پر نهمه نېټه د لاهور - سيالکوټ پر موټروې پر يوې ښځې د خپلو بچو مخې ته جنسي تېری وشو.

غېر سرکاري ادارې څه وایي؟

په سوات کې د اوېکننګ په نوم د ښځو د حقونو د یوې غېر سرکاري ادارې مشر عرفان حسېن د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل سږکال یوازې په سوات کې د ښځو سره د جنسي زیاتي درې پېښې رپوټ شوي دي: ''له دې نه علاوه ۲۳۵ د کورني تشدد پېښې رپوټ شوي دي او ۲۴ د ناموسې وژنو پېښې دي. دا شمېره به لا زیاته وي ځکه چې دا هغه کېسونه دي چې رپوټ شوي دي.''

عرفان حسېن دا هم وایي سږکال د کورونا وایرس له وجې هم د څلورومیاشتو نه د زیات وخت لپاره دفترونه بند وو، او ممکنه ده چې ځینې پېښې نه وي رپوټ شوي.

۲۰۲۰ کال او پر پښتنو ښځو د تشدد پېښې

د روان کال د جون په میاشت کې د بلوچستان په مسلم باغ کې د پنځو ماشومانو مور۳۳ کلنه بي بي حاجره په تورن ډول د خپل خاوند او لېور لخوا وژل شوې وه. د هغې مور بی بی مایره وایي لور یې پر خپل ځان د تشدد په اړه دوی ته څه نه وو ویلي، او درې کاله وروسته یې خپله لوړ په مرګ ولیده. د حاجرې مور زياتوي چې د لور خسرګنۍ هغه د کلونو راهيسې د لور له ليدو بنده کړې وه او د هغې د حال معلومولو لپاره به يې خپل ۲۳ کلن زوی عزت الله ورلېږی.

روانه میاشت د خیبر ضلعې په کرن خېل سیمه کې یو هلک او جینۍ د خوشې د واده پر مسله په ډزو وژل شوي دي او د ځینو راپورنو له مخې دغه جینۍ بغېر د جنازې خاورو ته سپارل شوې. له دې وړاندې د تېر می میاشت کې په شمالي وزیرستان کې درې جینکۍ له هغې وروسته د تره د ځوي لخوا ووژل شوي چې پر ټولنیزو رسنیو یې یوه وېډیو خپره شوې وه. په ځینو راپورنو ک د وژل شوو جینکو شمېره دوه ښودل شوې ده.

د جنوبي وزیرستان یوه خبریاله رضیه مسود وایي روانه میاشت په وزیرستان کې د پت په نوم د وژنې پېښه وشوه او مالومات یې پټ وساتل شول: ''څه ۱۰ ورځې وړاندې هم داسې یوه پېښه وشوه چې پکې یو ښځه خپل خسر ووژله او نوم یې پرې د بدو کېښود، د هغې خاوند په دوبۍ کې دې، په جنوبي او شمالي وزیرستانونو کې داسې پېښې زیاتره وخت پټې ساتل کیږي، ځکه چې مشران یې د خپلو دودونو خلاف بولي.''

روان کال د تېر سېپټېمبر پر ۲۵ په بونېر ضلعه کې یو نوی واده شوی هلک او جینۍ د خپلې کورنۍ لخوا ووژل شول. د بونير د ډګر تاڼې د پولیسو له مخې د هلک او نجلۍ واده د روا کال د اګست میاشت کې شوی و او هغوی د خپلو خپلوانو لخوا په دې وجه وژل شوي چې ګینې د د واده عسکونه او ويډیو کلیپونه یې پر ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي وو. په سوات کې د بشري حقونو یو کارکونکې شمشېر علي خان مشال راډیو ته وايي د پت په نوم وژنې یا خو پټې وساتل شي او یا د جرګو له لارې یې فطصلې وشي: ''ناموسې وژنې کیږي او ککړ تنان زیاتره وخت یا خو خوشې شي او یا د داسې پېښو فېصلې زیاتره وخت جرګې وکړي، په داسې پېښو کې پر قانون عمل نه کیږي او نه ککړو کسانو ته سزاګانې ورکول کیږي.''

د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو قوانین

په خیبر پښتونخوا کې ښځو ته په وراثت کې د حصې ورکولو قانون په ۲۰۱۹م کال کې منظور شوی، خو د کورني تشدد خلاف بېل په ۲۰۱۹ز کال کې اسمبلۍ ته وړاندی شوې او تر اوسه نه دی منظور شوی، دا شان د ماشومانو نجونو د ودولو د مخنیوي په اړه بېل، پر ښځو د تیزاب پاشلو پېښو د مخنیوي بېلې مسودې صوبایي اسمبلیۍ کې وړاندې کړل شوي دي خو لا هم منظورې شوي نه دي. د صوبې د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې عایشه بانو یې په اړه وایي: ''زموږ کوشش دی چې دغه بلونه زر تر زره منظور کړای شي، موږ د کورني تشدده ښکار ښځو لپاره یو هېلپ لاین هم جوړ کړی دې، دغلته ښځې له موږ سره په مختلفو مسلو رابطه کولی شي، موږ خپل پولیس هم په اړه بېدار کړي او دوی له مو روزنې ورکړي چې پر ښځو د تشدد د پېښو پلټنې به څنګه کوي؟''

صوبایي حکومت دا هم وایي په قبایلي ضلعو کې د پولیسو نظام فعاله کوي، خو د ښځو د حقونو کارکونکې وایي باید دغلته دې ښځې هم په پولیسو کې برتې کړل شي. د خیبر ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړې بصیرت خان د نومبر پر ۲۱ مه مشال راډیو ته وویل په موجوده نظام کې په قبایلي ضلعو کې یوې ښځې له تاڼې ته د خپل کومې مسلې لپاره تلل یوه مشکله کار دی: ''ما په خیبر کې د پولیسو یو چارواکي ته وویل ستاسو د ناسمې رویې له وجې ښځې نه شي راتللی، زه چې د صوبایي اسمبلۍ غړې یم ، زه دومره په ګرانه راغلم نو زما د کلي یوه عامه ښځه به څنګه پولیس سټېشن ته ورځي.''

بلخوا په قبایلي ضلعو کې د غږ دود خلاف قا نون جوړ شوی دی او لا هم نور قوانین هلته نه دي غځول شوي. په قبایلي ضلعو کې ښځې هم په پولیسو کې لا نه دي برتي کړل شوې.

ایا پر قوانینو عمل کیږي؟

د عورت فاونډېشن غېر سرکاري ادارې یو کارکونکی عاصم ملک د نومبر پر ۲۱ مشال راډیو ته وویل ځینې ډېر ښه قوانین جوړ شوي دي که هغه د ښځو د حقونو په اړه دي او که د ماشومانو، خو مسله هلته راشي چې کله پرې د عمل خبره وي. لومړی خو دا چې په خلکو کې پوهه نشته، څوک خبر نه دي. دویمه دا چې د پولیسو رویه سمه نه ده، او کله چې پر ښځو د تشدد ، له دوی سره د جنسي زیاتي او یا داسې نورې پېښې وي، نو د پولیسو د رویې په اړه شکایتونه شوي دي. له دې نه علاوه که د پلټنو طریقه شوه او که په روغتون کې د داسې یوې پېښې د مریض د علاج مسله شوه، په ټولو ځایونو کې د ډېرو اصلاحاتو ضرورت دی.))

د ښځو پر نړیوالې ورځې، د دوی خلاف د هر قسم تشدد خلاف د نړیوالې ورځې او پر نورو داسې ورځو، د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د پوهې پېدا کولو پروګرامونه او سیمینارونه هم کیږي خو د ((تکړه قبايلي خويندو)) غېر سرکاري ادارې یوه مشره شاهده شاه د نومبر پر ۲۳ مه مشال راډیو ته وویل پر ښځود تشدد او پر دوی د زورزیاتي خلاف پوهه په یو سیمنار کولو نه شي پېدا کېدای: ''په سېمېنار کې خو یو څو کسان وي، او ټول تعلیمیافته وي، په خپلو حقونو خبر وي، دا مسله به هله هوارېږي، چې د حجرې ، جماعت، ولسي غونډو ، نصاب، شاعرۍ، او د سیاسي او غېر سیاسي غونډو له لارې عام ولس ته ورسېږي، او په کور ناسته ښځه د خپل حق او د دې پر غوښتنه خبر شي.''

پر دې سربېره پايښت لرونکي ټولنيز پرمختګ ادارېSustainable Social)) Development Organisation ((په نوم د بشري حقونو يو سازمان د روان کال د تېرې (مې) مياشتې په خپل یو راپور کې ليکلي وو چې په پاکستان کې په تېرو درېوو مياشتو کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې ۲۰۰ فیصده زياتوالی راغلی، د دغه راپور له مخې یوازې د روان کال د مارچ نه تر می میاشتې پورې په ټول هېواد کې له ماشومانو سره د جنسي زیاتي ۶۱، او هم په دغه موده کې په ټول هېواد کې له ښځو سره ۲۵ د جنسي زیاتي پېښې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG