د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو پنجاب کې پر ښځې د جنسي تېري په تور مشکوک کسان ګرفتار کړي


پولیس وايي پېښه د سېپټېمبر پر نهمه له لاهور سره نېږدې پر موټروې شوې.
پولیس وايي پېښه د سېپټېمبر پر نهمه له لاهور سره نېږدې پر موټروې شوې.

د پاکستان چارواکي وايي، له لاهور سره نېږدې یې پر لویه لار د بچیو مخې ته پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور ۱۴ مشکوک کسان نیولي دي.

د لاهور د پولیسو مشر عمر شیخ د سېپټېمبر پر ۱۰مه خبري غونډې ته وویل، دا ښځه د سېپټېمبر پر نهمه شپې شاوخوا ۱۲ نیمې بجې له خپلو بچیو سره په ګاډي کې له لاهوره په ګوجراوالې کې د خپلې خسرګنۍ کور پر لوري روانه وه چې له ګوجرپورې سیمې سره یې په ګاډي کې تېل ختم شول او د لاهور او سیالکوټ پر لویه لار ودرېده.

د ده په خبره، دې ښځې په ګوجراواله کې یوه خپلوان ته ټېلېفون وکړ او هغه ورته وویل چې د پولیسو پر شمېرې زنګ ووهي او ورڅخه مرسته وغواړي.

شیخ وايي، د شپې درې بجي یوه کس پولیسو ته زنګ وواهه چې وسله وال په زور یوه ښځه له ګاډي باسي.

د لاهور د پولیسو مشر په وینا، پولیس سمدستي سیمې ته ورسېدل او لومړنۍ پلټنې ښيي چې دوه وسله وال ورغلي ول او هلته یې پر ښځې جنسي تېری وکړ.

د کورنیو او احتساب چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر هم په خبري غونډه کې موجود وو او ویې ویل چې عمران خان د پېښې نوټس اخیستی دی.

د ده په خبره، د انتظامیې د ناکامۍ له وجې دا پېښه وشوه:

"موږ هېڅکله دا ډول جرم نشو زغملای." د سپېټېمبر پر ۱۰مه "مو چې وزیراعظم صاحب خبر کړ نو هغوی د پنجاب د پولیسو مشر ته لارښوونه وکړه او له اعلا وزیر سره یې خبرې وکړې. چې څوک هم پکې ککړ وي، د قانون منګولو ته یې سپارو. دا کار د زغملو وړ نه دی."

د لاهور د پولیسو مشر عمر شیخ وویل، وسله والو چې کله د ګاډي ښیښه ماتوله نو ژوبل شوي چې د وینې او ډي اېن اې له لارې یې د پېژندګلوۍ هڅې کوي.

ده زیاته کړه چې د پېښې له ځای سره نېږدې درې کلي دي او هلته هم له خلکو پوښتنې او تحقیقات کوي.

د پنجاب پولیسو په وینا، وسله والو تر تېري وروسته له ښځې پیسې او ګاڼه یا زېورات هم اخیستي دي.

د پنجاب حکومت ویاندې بیان

د صوبايي حکومت ویاندې مسرت چیمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د پنجاب پولیس او نورې ادارې په "همغږۍ په خواشینوونکې پېښه کې د ککړو کسانو ګرفتارۍ" هڅې کوي.

د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار د انصاف ژمنه کړې او وايي "پر موټروې چې هر چا پر [ښځې] تشدد کړی وي، سخته سزا به وویني."

پر ټوېټر د شهباز شریف بیان

د پنجاب پخواني اعلا وزیر او د اپوزیشن مشر شهباز شریف پر ټوېټر په بیان کې دا "دردوونکې پېښه بللې او د کوټلو اقداماتو غږ یې کړی دی."

په پاکستان کې د ډله ییز جنسي تېري پېښې نسبتاً کمې دي خو په هېواد کې وخت په وخت د جنسي ځورونو او پر ښځو د تشدد پېښې کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG