د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې د یوې څلور کلنې ماشومې مړی موندل شوی


د خيبر پښتونخوا په کوهاټ کې د يوې څلور کلنې ماشومې مړی موندل شوی دی. ځايي پوليس وايي چې دغه ماشومه له چارشنبې راهيسې ورکه وه چې پرون (مارچ ۲۵مه) يې مړی په خټک کالونۍ کې په يوه لښتي کې وموندل شو.

د پوليس په وينا د ماشومې نيکه د هغې د ورکېدو راپور له پوليسو سره درج کړی و.

د ماشومې د کورنۍ غړي ادعا کوي چې پر هغې جنسي تېری هم شوی دی خو پوليس وايي چې د طبي راپور په راتګ سره به هر څه په ډاګه شي.

د دې پېښې پرضد د مارچ پر ۲۵مه ځايي خلکو د کوهاټ پر يونيورسټي روډ مظاهره هم وکړه. اخوا پوليس وايي چې ځينې مشکوک کسان يې نيولي او د هغوی ډي اېن اې ټېسټ کوي.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم پر ماشومانو د جنسي تېري او وژنې يوشمېر پېښې رامنځ ته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG