د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د جنسي تېري ضد پېښو مخنیوي لپاره پر شته قانون عمل پکار دی'


دوی وايي، په پاکستان کې قانونونه شته خو یوازې په هغو خلکو عملي کېږي چې کمزوری وي. انځور له ارشیفه
دوی وايي، په پاکستان کې قانونونه شته خو یوازې په هغو خلکو عملي کېږي چې کمزوری وي. انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د ښځو حقونو ځينې فعالان او قانونپوهان وايي، په دې هېواد کې د جنسي تېري پېښو مخنيوي لپاره د سختو سزاګانو پرځای بايد پر شته قانون عمل وشي.

دوی دا څرګندونې د ملک وزيراعظم عمران خان تازه بیان ته په ځواب کې کولې چې له لاهور سره نېږدې له يوې ښځې سره د جنسي تېري د پېښې په غبرګون کې یې کړې وې.

عمران خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه د پاکستان يو شخصي ټېلېويژن ته د مرکې پر مهال ويلي ول، په دې باور دی چې جنسي تېری کوونکي دې خصيان کړل شي.

په پاکستان کې د ښځو حقونو سازمان وومن ډېموکرېټک فرنټ د عمران خان د څرګندونو او د جنسي تېري د تازه پېښې په اړه په خپور شوي بيان کې ويلي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره بايد پوره نظام بدل شي.

د دې سازمان مشرې عصمت شاه جهان د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، د جنسي تېري پرضد وار له مخه قانونه شته خو د دې په خبره هغه داسې دي چې يو ککړ کس په يوه قانون کې ونيول شي او په بل قانون کې بیا خلاص شي چې دې مثال د ديت د قانون ورکړ.

د نوموړې په خبره د جنسي تېري د پېښو مخنيوي لپاره باید ټول ټولنيز نظام بدل شي او هغه لاملونه له منځه يوړل شي چې په نتيجه کې دغسې پېښې رامنځ ته کېږي.

د لاهور پر موټروې د سېپټېمبر پر ۱۲مه نېته له يوې ښځې سره د جنسي تېرې پرضد ښځينه فعالينو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

پر ټولنيزو رسنيو په غبرګونو کې ځينو ښځينه فعالانو له ډېرې غوسې جنسي تېرې کوونکيو ته د اعدام سزا غوښتنه کړې ده خو په پېښور کې وکيل نور عالم خان وايي چې پانسۍ د ستونزې حل نه دی.

هغه د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د جنسي تېري په اړه سختې قانوني سزاګانې شته او پر هغو ځينې وخت عمل هم شوی خو د ده په خبره د دې سربېره هم دا پېښې درېدلې نه دي.

په دې اړه نوموړی د پنجاب د قصور ښار د يوې ماشومې زېنب مثال ورکوي چې ورسره جنسي تېری شوی وو او ککړ کس ته مرګ سزا اورول شوې وه.

د ده په وينا،د پانسی باوجود دا پېښې روانې دي.

په پاکستان کې قانونونه شته خو یوازې په هغو خلکو عملي کېږي چې کمزوری وي
نورعالم

نورعالم وايي چې په پاکستان کې قانونونه شته خو یوازې په هغو خلکو عملي کېږي چې کمزوری وي او د ده په وينا زورور له قانونه بچ شي.

د ده په خبره، ترڅو قانون د ټولو وګړيو لپاره برابر نه وي تر هغو د جرمونو مخه نيول به يو ګران کار وي. ځينې فعالان بيا وايي چې رياست بايد د خپلو شهريانو د تحفظ اييني ذمه واري پوره کړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د سېپټېمبر پر ۱۵ مشال راډيو ته وويل چې پر لاهور موټر وې پر يوه ښځه جنسي تېرۍ د يو شهري د خوندې کولو په اړه د ریاست په خپله ذمه واري يوره کولو کې ناکامي په ګوته کوي.

دا وايي چې بايد هغه فکرونه او سوچونو له منځه يوړل شي چې په نتيجه کې يې په دې هېواد کې دقانون واکمني کمزورې شوې ده.

بشری ګوهر هم د جنسي تېريو په پېښو کې د سختو سزاګانو مخالفت کوي او وايي چې په دې هېواد کې د جنسي تېريو په پېښو کې عدالتونو يوازې په پنځه فيصده مقدمو کې سزاګانې اورولې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي چې له ښځې سره د جنسي تېري پېښه يې جدي نيولې ده او په دې اړه يې په يو مشکوکه کس نيولی او د دوېم لټون روان دی.

د دې هېواد وزيراعظم عمران خان په مرکه کې ويلي چې دې پېښې د ټول ملک وګړي لړزولي دي او په دې ککړ کس تر دې وړاندې هم په ډليزه جنسي تېري کې ککړ وو نو د ده په وينا ځکه وايي چې د داسې خلکو پرضد نوي قانون جوړولو ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG