د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبرپښتونخوا کې د جنسي تېري پېښې ولې زياتې شوې؟


د جنسي تيرې ښکار شوي ماشومان (ارشېف عکس)
د جنسي تيرې ښکار شوي ماشومان (ارشېف عکس)

د سېپمټر پر ۲۸مه نېټه د خيبر پښتونخوا په مردان کې د فرحان الله نومې ماشوم مړی موندل شوی وو چې تشدد ورباندې شوی او کورنۍ یې شک کوي چې پر هغه جنسي تېری شوی دی.

له دې وړاندې هم په مردان، نوښار او د صوبې په ځینو نورو ضلعو کې یو شمېر ماشومان له تشدد او جنسي تېري وروسته وژل شوي دي.

د جنسي تېري پېښې ولې کېږي؟

ددې په ځواب کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر مشال راډیو ته وويل چې د داسې پېښو بېلا بيل لاملونه دي چې پکې ذهني ناروغۍ، د ټولنې اخلاقي زوال، له مذهبه ليرې والی، محرومي، انتقامي جذبه شامل دي.

خو دده په خبره، تر ټولو لوی لامل په دې اړه په خلکو کې د پوهاوي کموالی دی.

د جنسي تيرې د پېښو بېلا بيل لاملونه دي چې پکې ذهني ناروغۍ، د ټولنې اخلاقي زوال، له مذهبه ليرې والی، محرومي، انتقامي جذبه شامل دي.
عمران ټکر

عمران ټکر زیاتوي چې د دې ډول جرمونو د مخنیوي او پر ضد یې د مبارزې لپاره د حکومتي اقداماتو د کمي له وجې دا پېښې دوام لري.

دا راز د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې غېر سرکاري ادارې (سپارک) یو چارواکی جهانزیب خان بيا حکومت تورنوي چې دده په وينا داډول پېښې جدي نه اخلي.

هغه زياتوي،

"په دې لړ کې حکومتي اقدامات د نشت برابر دي. تېر صوبايي حکومت د خيبر پښتونخوا په ۱۲ ضلعو کې د ماشومانو د خونديتوب مرکزونه جوړ کړي ول خو پر ځایې د دې چې هغه نورو ضلعو ته غځول شوي وای برعکس دغه ۱۲ هم بند کړل شو."

خو په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو د خونديتوب او خیر ښېګړې لپاره د حکومتي کمېشن مرستیال مشر اعجاز محمد خان وايي، د ماشومانو د خونديتوب ضلعي مرکزونه بند کړل شوي نه دي بلکې د حکومتي چهتر لاندې یې راوستي دي چې د صوبې ټولو برخو ته به هم غځوي.

په لاهور کې له ماشومانو سره د جنسي تېري پرضد مظاهره
په لاهور کې له ماشومانو سره د جنسي تېري پرضد مظاهره

البته نوموړی وايي چې په ۱۲ ضلعو کې جوړ شوي مرکزونه دا مهال غيرفعال دي.

دده په خبره، دا مرکزونه به مخکې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونيسېف په مالي مرسته چلېدل خو حکومت فيصله کړې چې دا پخپله وچلوي.

د اعجاز محمد خان په وينا، حکومت ددې لپاره په بجټ کې پیسې هم اېښې دي او د عملې د ګمارلو کار يې هم پیل کړی دي.

اعجاز محمد خان زیاتوي چې په دې لړ کې د عالمانو، مشرانو او غېر سرکاري تنظیمونو په مرسته د خلکو د پوهاوي لپاره هلې ځلې هم روانې دي چې لومړی ماشومان له دې ډول پېښو څخه وساتل شي او که بیا هم څه ناوړه پېښه کېږي چې هغه بيا په سمدستي توګه له پولیسو سره درج شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG